د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۳۵
د تسلیت او خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني سناتور او وتلي پښتون سیاستوال عثمان کاکړ د سختو ټپونو له امله نن (دوشنبه) د حق داعي ته لبیک ووايه.

«انا لله وانا اليه راجعون»

کاکړ له هغو مبارزينو څخه و چې د پښتون ولس له دردونو خبر و او په همدې خاطر يې تل د حق چيغه پورته کړې او د لر او بر افغان وطن د پښتنو د حقه حقونو د مطرح کولو او غوښتلو لپاره يې په مېړانه مبارزه کوله.

دی په رښتينې معنا يو مبارز سیاستوال او د لر او بر ټولو پښتنو صادق خواخوږی و.

د پښتون ولس د حق او ازادۍ غوښتنې د دغه رسا غږ په چوپ کېدو سره، د زړه له کومې ودردېدو او نه شتون به يې په سیاسي او ټولنيزو برخو کې تر ډېره محسوس وي.

د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري د نوموړي له کورنۍ او خواخوږو سره په دې لوی غم او درد کې ځان شريک بولي او تسليت ورته وايي.

الله تعالی دې عثمان کاکړ وبخښي، جنتونه دې ځای شي؛ کورنۍ، همفکرانو او په ټوله کې پښتون ولس ته جميل صبر او زغم غواړو.

الحکم لله

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د ليندۍ او مرغومي مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۳۸
Background image

په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د اجتماعي علومو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالرحمن الکوزي ( په ټولنیزو رسنیو کې ځان سانسوري او په افغانستان کې یې عوامل او اغېزې) تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS