د پښتو نثر په غنامندۍ کې د قرآن کريم د ترجمو او تفسيرونو ونډه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۳:۲۰
د پښتو نثر په غنامندۍ کې د قرآن کريم د ترجمو او تفسيرونو ونډه

«علمي- څېړنيز کنفرانس»

د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټيوټ علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزي «د پښتو نثر په غنامندۍ کې د قرآن کريم د ترجمو او تفسيرونو ونډه» په نوم علمي- تحقیقي کنفرانس د ۱۴۰۰ کال د کب په ۱۸مه نېټه وړاندې کړ.

د ياد شوي کنفرانس هدف د قرآن کريم د پښتو ترجمو او تفسيرونو پېژندنه او د پښتو نثري زېرمې په غنامندۍ کې د دې تفسيرونو او ترجمو رول جوتول و.

په کنفرانس کې د قرآن کريم پخواني او اوسني چاپ او ناچاپ پښتو ترجمې او تفسيرونه وپېژندل شول او پر ژبنيو خصوصياتو يې بحث وشو. دغه راز د ترجمو او تفسيرونو پر ستونزو، ښېګڼو او د پښتو نثر په بډاينه کې يې په رول خبرې شوې دي.