په پښتو ژبه کې نیولوګېزم د ژبپوهنې له نظره

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۱۵:۳۶

"د علمي _ څېړنیزې پروژې دفاع"

کابل _ 1401/2/28 ل

د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو د انستیتوت علمي غړي څېړندوی رحیم الله حریفال د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له لیکل شوې علمي _ څېړنیزې رسالې: (په پښتو ژبه کې نیولوګېزم د ژبپوهنې له نظره) څخه دفاع وکړه, وروسته څېړونکو او استادانو خپل نظریات او پوښتنې مطرح کړې.

په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لوري دفاع د رأیو په اتفاق تائید او مثبت وارزول شوه.