د ډله ييزو رسنیو له لارې د فولکلوري موادو د راټولولو ارزونه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۱۹
 ښاغلي څېړنوال شهزاده توحیدمل

علمي ۔ څېړنیز کنفرانس

د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي ښاغلي څېړنوال شهزاده توحیدمل (د ډله ييزو رسنیو له لارې د فولکلوري موادو د راټولولو ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

ښاغلي توحید مل په خپل کنفرانس کې فولکلور او پښتو فولکلور معرفي او بیا یې ټولنیزې، ټولیزې او ډله ییزې رسنۍ د بېلګو په ښودلو سره راوپېژاندې او د هغو ترمنځ یې توپيرونه روښانه او د ډله ییزې رسنۍ درېواړه (چاپي، غږیزې او تصویري) برخې یې په جلا جلا ډول وڅېړلې او په افغانستان کې یې د رسنیو په مخینه رڼا واچوله او د هغو سمه او پرځای کارونه یې د پرون، نن او سبا لپاره د وخت غوره اړتیا وه، ده او وي به، نو ځکه یې د فولکلوري موادو په راټولولو کې د ډله ییزو رسنیو د رول یادونه وکړه او په دغه برخه کې یې د دغه ډول رسنیو ځینې مثبت اومنفي اړخونه روښانه کړل او د ډله ییزو رسنیو له لارې یې د فولکلوري موادو په راټولولو کې څېړونکو ته لازمې سپارښتنې لرلې.

ښاغلي توحید مل د لا نورو کره فولکلوري موادو د راټولولو، خوندي کولو او سپړنو لپاره وړانديزونه هم وکړل. د کنفرانس په پای کې د غونډې د ګډونوالو پوښتنو ته مناسب ځوابونه وړاندې او په پایله کې د ارزونې کمېسیون له خوا یاد کنفرانس مثبت وارزول شو.