د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې مېتودولوژي پنځه میاشتني کورس یوویشت ۲۱ تنه فارغانو فراغت غونډه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۱۴:۵
سیمه ییز مطالعات کورس

د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې مېتودولوژي پنځه میاشتني کورس یوویشت ۲۱ تنه فارغانو ته د فراغت غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمي د بشري علومو محترم مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحق زي او د طبیعي او تخنیکي علومو محترم مرستيال شیخ مولوي امیر جان ثاقب او نورو مشرانو برخه اخيستې وه، ويناوالو په اوسني عصر کې د څېړنې پر اهمیت او اړتیا خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په چوکاټ کې دې دغه ډول پروګرامونه نور هم دوام ومومي او په ورته مهال یې په څېړنیز کورس کې د تدریس په هکله د ښاغلي سرمحقق زلمي هېوادمل د زیار او هڅو ستاینه هم وکړه.

د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په استازیتوب څېړندوی عمران زکریا وینا وکړه او د څېړنې مېتودلوژي کورس یې د علمي بنسټونو او نورو دولتي او خصوصي ادارو لپاره جدي اړتیا وبلله. ښاغلي زکریا د قدرمن استاد سرمحقق زلمي هېوادمل د هڅو د ستایلو ترڅنګ پر دې ټینګار وکړ چې د علومو اکاډمي مشرتابه دې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په چوکاټ کې د دغه ډول علمي – څېړنیزو او روزنیزو پروګرامونو د دایرولو له لارې د هېواد په کچه څېړونکو او لیکوالانو ته د لا نورو زده کړو فرصتونه برابر کړي.

غونډه په کورس کې برخه والو ته د بري ليکونو په توزیع سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS