د سیاسي پرمختیا د نظریو څېړنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۹:۳۳
ښاغلي نوماند څېړندوی محمدرفیع ځواک

“د علمي- څېړنيزې پروژې دفاع”

د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د حقوقو او سیاسي علومو د انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی محمدرفیع ځواک څېړندوی علمي رتبې ته د نوماندۍ دورې د رفع‌کولو لپاره له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې «د سیاسي پرمختیا د نظریو څېړنه» څخه بریالۍ دفاع وکړه او د څېړونکو او ګډونوالو پوښتنو ته یې مثبت ځوابونه ورکړل، چې د دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري د رایو په اکثریت بریالۍ وارزول شوه او په دې سره ښاغلی محمدرفیع ځواک د څېړندوی علمي- رتبې مستحق وګڼل شو.

دغه علمي- څېړنیزه پروژه په څلورو څپرکو او ۱۲۱ مخونو کې د ۴۸ مأخذونو په کارولو سره د څېړنوال بخت محمد بختیار په لارښوونه د یوه کال په موده کې بشپړه شوې ده. په دې څېړنیزه سکالو کې په ټوله کې د موضوع پر شالید، د موضوع پر مفاهیمو او کلیاتو او همدارنګه په پرمختللو هېوادونو کې د سیاسي پرمختیا پر نظریو او په مخ پر وده هېوادونو کې د سیاسي پرمختیا پر نظریو څېړنه او تحلیل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دغه رساله کې په لومړي ځل د سیاسي پرمختیا مطرحې نظریې له تشریحي – تحلیلي میتود څخه په ګټه ‎اخیستنه څېړل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS