«ځینې آیاتونه او ناسم فهم» اثر چاپ شو!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۴:۱۵
ځینې آیاتونه او ناسم فهم

یاد کتاب د «تصویبات في فهم بعض الآیات» تر سرلیک لاندې د ښاغلي دوکتور صلاح عبد الفتاح خالدي له خوا په عربي ژبه لیکل شوی چې د ژباړې د مرکز غړي ښاغلي محمد یاسین مج.اهد له خوا پښتو ته ژباړل شوی او د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست له خوا د وزیري کچې په (۳۰۴) مخونو کې چاپ شوی دی.

د کتاب موضوع د قرآن کریم د ځینو آیاتونو په اړه د ځینو مسلمانانو د فهم یا پوهېدنې سمون او اصلاح ده. د کتاب په پیل کې په چټکۍ سره په قرآن کې د تدبُر وجوب، د پوهاوي لپاره د هغه آسانتیاوې، له علم پرته یې په تفسیر کې له خبرو څخه خبرداری او د تفسیر له اړخه د قرآن کریم ډولونو ته اشاره شوې ده، ورپسې د قرآن کریم د څېړونکو لپاره پر اړینو علومو او آدابو، همدا راز د هغه د ښې او سمې پوهېدنې پر وړاندې د واقع خنډونو په اړه لازمې، ضروري یادونې او څرګندونې شوې دي.

وروسته لیکوال د موضوع اړوند د لازمو توضیحاتو، تشریحاتو او د حقایقو د څرګندولو لپاره د رسول الله ﷺ د ژوند دورې ته تللی دی؛ ځکه هغه ﷺ تر بل هر چا د آیاتونو پر مفاهیمو او معناوو باندې ښه پوهېده.

همدارنګه لیکوال بیا د رسول الله ﷺ له اصحابو کرامو رضي الله عنهم سره تم شوی دی، ځکه هغوی له رسول الله ﷺ څخه وروسته د آیاتونو پر معناوو باندې تر ټولو ډېر ښه پوهېدل.

د دې بېلګو له راوړلو څخه د لیکوال موخه دا ده، چې له قرآن کریم څخه که هر ډول ناسم اخځ کېږي او مردود تفسیرېږي، باید په دقیقه توګه اصلاح او سم شي، پر هغه چا باندې رد او سخته نیوکه وشي چې دغسې ناوړه چارو ته یې ملا تړلې وي.

د کتاب پاتې برخه یې د ځینو معاصرو مسلمانانو له‌خوا د آیاتونو د تفسیر، پوهېدنې، استدلالونو او استشهاداتو اصلاح، سمون او تصحیح ته ځانګړې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې ژباړن دغه اثر په ډېره روانه او سلیسه ژبه ژباړلی دی، داسې چې مفاهیم او عبارتونه یې له هر ډول پېچلتیا څخه ژغورلي دي.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/Corrections%20in%20Understanding%20Some%20Verses_0.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

اسباب عذاب الهی در قرآن کریم

ښاغلي نوماند څېرنیار محمد بلال عظیمي د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوټ د تفسیر دیپارټمنټ علمي غړي نن دیکشنبې په ورځ ۱۴۰۵ کال د وري په ۳۰ مه د تفسیر او حدیث مرکز کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه

نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۷
Background image

د معنا پوهنې او کارونپوهنې (پراګماټیکس) پېژندنه، اړیکې او توپیرونه

د ١٤٠٥ ل. کال د وري په ١٩مه نېټه د څلورنۍ په ورځ د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او انسټیټيوټ علمي غړي څېړندوی خالد تکل د څېړنوالۍ علمي رتبې ته د. . .

BACK TO NEWS