د افغانستان د علومو اکاډمي او د بایزید روښان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارئ هوکړه لیک لاسلیک شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۲:۱۱
د افغانستان د علومو اکاډمي او د بایزید روښان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارئ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د علومو اکاډمي او د بایزید روښان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي – څېړنیزو او تحصیلي همکاریو د زیاتوالي، د دوامداره کاري اړیکو د پراختیا او ګډو علمي موخو تر لاسه کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د علومو اکاډمي د فرهنګي اړیکو رئيس ښاغلي مولوي محب الله عصمت او د بایزید روښان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس عبد الحکیم حکمت له خوا لاسلیک شو.

په یاده غونډه کې د علومو اکاډمي د بېلا بېلو برخو رئیسانو، څېړونکو او نورو غړو ګډون کړی و چې د یاد هوکړه لیک په ګټو او همکاریو یې خبرې وکړې.

ورپسې د بایزید روښان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس د یادې مؤسسې په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د هوکړه لیک د دواړو خواوو د همکاریو او علمي ـ څېړنیزو کارونو د ترسره کولو په موخه یې خوښي څرګنده کړه.

غونډه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مولوي محمد عمر جلال په دعاء پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۴۹
Background image

«په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې د عملي-څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

په دې علمي اثر کې د افغانستان د پرمختیايي بهیر مهم اړخونه په ژوره علمي-څېړنیزه توګه ارزول شوي دي. د څېړنیزو مقالو په دې ټوګه کې په افغانستان کې د پایښت لرونکي پرمختګ پر وړاندې شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۸
Background image

د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې د یوې اونۍلپاره (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی

د افغانستان د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې (۴۰٪) تخفیف د یوی اونۍ لپاره اعلانوي. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په هېواد کې د یوازینۍ معتبرې څېړنیزې ادارې په توګه د هېواد په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

اسباب عذاب الهی در قرآن کریم

ښاغلي نوماند څېرنیار محمد بلال عظیمي د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوټ د تفسیر دیپارټمنټ علمي غړي نن دیکشنبې په ورځ ۱۴۰۵ کال د وري په ۳۰ مه د تفسیر او حدیث مرکز کې د. . .

BACK TO NEWS