د دعوت او ارشاد ریاست په مشرۍ اصلاحي غونډه ترسره شوه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۵:۲۸

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د دعوت او ارشاد ریاست په مشرۍ اصلاحي غونډه ترسره شوه، یاده غونډه د محترم قاري صاحب مطیع الله ستاري لخوا د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه. 
د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمي حقوقي سلاکار قاري صاحب رحمت الله مخلص مشرانو ته د عزت او په کشرانو د ترحم په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، ورپسې د ارشاد او دعوت ریاست مدرس څېړندوی سمیع الله صاحبزاده د نیت د ارزښت او اهمیت په اړه تفصیلي وینا وکړه.
یاده غونډه د څېړنوال عزیز ګل ساپي په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS