د پښتو ژبې په اړه د بهرنیو ژبپوهانو د علمي کارونو څېړنه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۵۸
نوماند څېړندوی شوکت الله عمر

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو انسټیټوټ علمي غړي نوماند څېړندوی شوکت الله عمر (د پښتو ژبې په اړه د بهرنیو ژبپوهانو د علمي کارونو څېړنه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیزه پروژه دفاع کړه.

یاده پروژه په یوه سریزه، څلور څپرکو، پایلې او وړاندیزونو باندې مشتمله ده. په لومړي څپرکي کې څېړونکي د موضوع په شالید باندې بحث کړی، دویم څپرکی یې د دوو جلا سرلیکونو لاندې (لوېدیځ ژبپوهان او ختیځ ژبپوهان) د بهرنیو پښتو ژبڅېړونکو او ژبپوهانو پېژندنې ته ځانګړی کړی دی، په درېیم څپرکي کې څېړونکي د بهرنیو پښتو ژبپوهانو او ژبڅېړونکو مقالې، کنفرانسونه او کتابونه په شکلي او موضوعي ډول څېړلي او ارزولي دي او په څلورم څپرکي کې یې د پښتو ژبې د منشأ، ګرامر او لهجو په اړه د بهرنیو ژبپوهانو نظرونه په کره کتنیز ډول څېړلي دي. په پای کې څېړونکي د څېړنې پایله او وړاندیزونه ذکر کړي دي.

څېړونکي د یادې پروژې په دفاعیه غونډه کې د حاضرینو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او د نوموړي دفاع، د ټاکل شوي کمیسیون د ټولو غړو د رایو په اتفاق سره له نوماند څېړندوی څخه څېړندوی علمي رتبې ته تأیید شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۲۹
Background image

د کابل ښار د نباتي پوښښ د بیا رغونې په اړه څېړنه

«علمي – څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکادمي د طبیعی – تخنیکي علوم معاونیت د ځمکپوهنې مرکز علمي غړي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف ( د کابل ښار د نباتي پوښښ د بیا رغونې په اړه څېړنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۱:۱۷
Background image

د قزاقستان هېواد له استاذي سره د علومو اکاډمي د مشرتابه ناسته وشوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب چې د علومو اکاډمي فرهنګي رئیس، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز رئیس او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس یې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۱:۵۲
Background image

د افغانستان مجلې ۴۲،۴۱،۴۰ او ۴۳ ګڼه چاپ شوه

افغانستان مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي- څېړنیزه مجله ده چې په انګلسي ژبه د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالانو مقالې په کې خپرېږي. دا دی ۴۲،۴۱،۴۰ او. . .

BACK TO NEWS