د سپېدې مجلې د خپرنيز بهير ارزونه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۳۵
څېړنوال دکتور نورالحبيب نثار

د افغانستان علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بين المللي مرکز علمي غړي څېړنوال دکتور نورالحبيب نثار د ۱۴۰۳ل کال د «د سپېدې مجلې د خپرنيز بهير ارزونه» تر سرليک لاندې د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت په مقام کې علمي- څېړنيز کنفرانس ورکړ.

دکتور نثار د سپېدې ادبي او کلتوري مجلې د اهميت په باره کې وويل چې د افغانانو د هجرت او جهاد د ادبياتو په پنځولو، هنري کولو او څېړلو کې يې لوی نقش لرلی او د خپل وخت مهم ادبي، فرهنګي، سياسي او ټولنيز انځورونه او تمايلات يې راښوولي دي، کتنه او ارزونه يې عموماً د ادبياتو، خصوصاً د مهاجرت او جهاد د ادبياتو د ډګر له محققانو سره مرسته کوي او د هغه وخت د ليکنو د اسلوبونو او ژبنيو ځانګړنو پرتليزې څېړنې ورته اسانوي. کنفرانس پر دې مسائلو متمرکز و چې سپېدې څه وړ يوه مجله ده؟ کله او چېرته چاپ او خپرېده؟ مشر، مسؤول مدير، کتونکې ډله او قلمي همکاران يې څوک وو؟ د سپېدې مجلې د چاپ او خپراوي موجبات او محرکات څه وو؟ په سپېدې مجله کې څه وړ مطالب خپرېدل او کوم ادبي ژانرونه يې روزلي او غوړولي دي؟ سپېدې مجلې د هجرت او جهاد د ادبي آثارو په هنري کولو کې څه نقش لوبولی دی؟ سپېدې مجلې، په ټوله کې، پر پښتو پنځونيز او څېړنيز بهير څه اثرات لرلي دي؟ د دکتور نثار پر باور، څرنګه چې سپېدې مجله د هجرت او جهاد د ادبياتو د خپراوي يوه مهمه زمينه وه، نو د دغو ادبياتو د څېړنې په مخه د موادو او مدارکو يوه مهمه اساسي منبع ده؛ مفصله کتنه، ځيرنه او څېړنه غواړي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې دکتور نثار، اړوندو مراجعو ته پر مشخصو وړانديزونو سربېره، د پوهانو او څېړونکيو پوښتنو ته ځوابونه وويل؛ د ارزونې کمیسیون دغه کنفرانس مثبت او مفيد وارزاوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS