د "پښتو" مجلې نوې گڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۴:۵۲
د پښتو مجلې ۵۰-۵۲ ګڼه ۱۴۰۱ کال

"پښتو" مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز درې مياشتنۍ علمي – څېړنيزه مجله ده چې د پښتو ژبې، ادب او د پښتنو د اتنيکي، فرهنگي، ټولنيزو، اروايي، اقتصادي او نورو موضوعي خواوو په اړه د يونیسکو په ژبو (عربي، انگليسي، روسي، جرمني، فرانسوي او هسپانوي) ليکنې خپروي، دا دی د ۱۴۰۱ لمريز کال د اوړي، مني او ژمي درې گڼې (۵۰ – ۵۲) او پرلپسې (۱۰۱ – ۱۰۳) گڼه یې چاپ او خپره شوه.

په دې گڼه کې لاندینۍ مقالې چاپ او خپرې شوې دي:

۱. ترجمة المولوي مراد علي مراد رحمه الله و آثاره العلمية

(باحث محقق دوکتور عزيز گل صافی)

۲. تحليل ضرورة فلکلور البشتو

(کتب المقال الأستاذة المشارکة راضية نوري)

3. Who are Degans, Dihgans or Tajiks?

(Amir Muhammad Sabir)

4. Khushhal Khan Khattak; The Pioneer of Afghan Patriotism

(Dr. Fazal-ur-Rahim Marwat)

5. The Analysis of Literary and Cultural Movement of "Pashtoonkhwa" In The Twentieth Century

(Asst. Prof. Hemayatullah Khad)

6. О Странствиях Афганского Поэта Али Акбара Оракзая Во Владениях Империи Дуррани

(Владимир Васиьевич Кушев)

7. Zur Entwicklung des Pašto (1900 - 1978)

(Dr. Nezamuddin Katawazi)

دغه مجله په بشپړ ډول له لانديني لينک څخه ښکته کولای او لوستلای شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/PASTO%20quarterly%20journal%20no.%20101-103%20year%201401.pdf

همدا ډول یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه هم تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

BACK TO NEWS