په افغانستان کې د مصنوعي ځيرکتیا د استعمال پر وړاندې حقوقي ننګونې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۲:۵۴
ښاغلي څېړندوی عبدالقهار عزیزي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ اړوند د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز په  اډانه کې د حقوقو او سیاسي علومو انسټیټیوټ د علمي غړي ښاغلي څېړندوی عبدالقهار عزیزي له لوري « په افغانستان کې د مصنوعي ځيرکتیا د استعمال پر وړاندې حقوقي ننګونې» تر سرلیک لاندې د پیلنۍ (شنبې) په ورځ، ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، چې د ۲۱/ ۴/ ۱۴۰۴ ل نېټې سره سمون خوري؛ علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې شو.
په یاد کنفرانس کې څېړونکي د مصنوعي ځيرکتیا د کارولو پر وړاندې په پرتو حقوقي ننګونو او ستونزو بحث وکړ چې عمده موضوعات یې د مسؤلیت انتساب، خصوصي حریم او محرمیت نقض او دغه راز د اختراع او کشف په برخه کې د مصنوعي ځيرکتیا اړوند ننګونې وې.
د بحث په ترڅ کې څېړونکي د  تقصیر،  بې‌پروایۍ، د مطلق مسؤلیت، د تبعي مسؤلیت او مصنوعي ځیرکتیا ته د حقوقي شخصیت د قایلېدو د نظریاتو په رڼا کې د مسؤلیت په انتساب بحث وکړ. د نوموړي په وینا د تقصیر، مطلق مسؤلیت او د تبعي مسؤلیت نظریې په افغانستان کې د پلي کېدو وړ دي او د تبعي مسؤلیت نظریه له اسلامي فقهې څخه استنباط شوې ده چې له مخې یې څښتنانو ته د مصنوعي ځيرکتیا له لوري د زیان او ضرر پېښېدو په صورت کې مسؤلیت متوجه کېدای شي.
څېړونکي د مسؤلیت انتساب په نړیوالو بشرپالو حقوقو، معنوي ملکیت حقوقو او طبي قوانینو کې په مفصل ډول روښانه کړ. پر دې سربېره یې د معنوي ملکیت حقوقو په برخه کې یې د اختراع او کشف د امتیاز راجع کول هم تر بحث لاندې ونیول او د نورې نړۍ بېلګې یې وړاندې کړې. دغه راز یې په طبي برخه کې د مسؤلیت سربېره د خصوصي حریم او محرمیت موضوع باندې هم رڼا واچوله او د اړوندو ننګونو له‌پاره یې د اصولي اسنادو د تعدیل او ایجاد په اړتیاوو بحث وکړ.
د کنفرانس په پای کې څېړونکي د پوهانو  پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د ټاکلې واکډلې (کمیسیون) له لوري یاد کنفرانس مثبت وارزول شو.
د کنفرانس اړوند موضوعاتو لیدلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ.

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د علمي شخصیت اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د وفات له امله د افغانستان د اسلامي امارت د علومو اکاډمي د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نامتو څېړونکي، علمي شخصیت، لیکوال او شاعر اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي د اجل داعي ته لبیک ویلی او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

BACK TO NEWS