د ستر مفسر او محدث علامه ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام تر عنوان لاندې د څېړنیزـ علمي سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۵۵
د ستر مفسر او محدث علامه ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام تر عنوان لاندې د څېړنیزـ علمي سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

یاده ځانګړې ټولګه د هېواد د ستر عالم، نامتو مفسر او محدث علامه ملا علي قاري هروي رحمه الله علمي او معنوي مقام ته ځانګړې شوې ده.

نوموړې ټولګه چې د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي څېړندوی عزیزالرحمن رحماني تر اهتمام لاندې چاپ او د اهمیت په اړه یې د نوموړي له خوا علمي او ارزښتمنده سریزه هم لیکل شوې ده، چې په کې د علامه ملاعلي قاري هروي رحمه الله د علمي شخصیت تاریخي بُعد، د هغه د آثارو ارزښت او د معاصرو علمي اړتیاوو په رڼا کې د هغه د علمي میراث د لوستلو اهمیت په ژوره او تحلیلي بڼه بیان شوی د هیواد د یاد سترعلمي شخصیت د ژوند او علمي خدمتونو د بېلابېلو اړخونو په هکله د څېړونکو له خوا مختلف عنوانه مقالې لیکل شوي دي چې په لاندې ډول دي:

۱-زنده گی نامۀ علامه ملاعلی قاری هروی رحمه الله/ سرمحقق محمدکبیر مشفق

۲- د ملاعلي قاري هروي رحمه الله اجتماعي مقام/ څېړندوی محمدکریم ادیب

۳-میراث علمی علامه ملاعلی قاری هروی رحمه الله در محورترین علوم شریعت(چهار دانش:عقیده، تفسیر،حدیث و فقه اسلامی) /پوهاند فضل الرحمن فقهی

۴- مقام و منزلت ملاعلی قاری هروی رحمه الله درمیان مفسیر/ محقق دکتور عبدالحق حبیبی.

۵- د ملاعلي قاري رحمه الله د تفسیر(أنوار القرآن و أسرار الفرقان) منهج او ځانګړتیاوې/ څېړنوال دکتور عزیزګل صافی.

۶- په قرآوو کې د ملاعلي قاري مقام او منزلت/ څېړندوی سمیع الله صاحبزاده.

۷- ملاعلی قاری مصلح و مجدد قرن یازده/ سرمحقق عبدالرحمن حکیمزاد.

۸- د مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح منهج او ځانګړتیاوې/ څېړنوال محمدامان رسولي.

۹- جایگاه علمی و معنوی ملا علی قاری رحمه الله/ استاد زین العابدین کوشان.

۱۰- د ملاعلي القاري رحمه الله حدیثي خدمتونه/ پوهندوی حافظ روح الله نجم.

۱۱-په (الاسرار المرفوعة...) کې د علي رضي الله عنه پر مرویاتو د ملاعلي قاري رحمه الله کره کتنه/ څېړندوی صالح محمد فرید

۱۲-جایگاه ملاعلی قاری رحمه الله در میان محدثین/ سرمحقق ویس الدین نوری

۱۳- د ملاعلي قاري آثار او تألیفات/ څېړنیار رفیع الله نور

۱۴- د ملاعلي قاري هروي رحمه الله ټولنیز ژوند/ څېړندوی اسدالله میاخیل.

د یادولو وړ ده چې یاده ټولګه د علومواکاډمي د نشراتو او عامه اړیکو ریاست په تخنیکي هڅو او زیار په (۲۸۷) مخونو کې په (وزیري) سایز ترتیب او چاپ شوې چې

یاده ټولګه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولای شئ....

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-02/The%20Scholarly%20and%20Spiritual%20Status%20of%20the%20Great%20Exegate%20and%20Hadith%20Scholar%2C%20Mulla%20Ali%20Qari%20Haravi.pdf

که غواړئ چې دغه ټولګه په فزیکي بڼه ترلاسه کړئ نو د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه یې ترلاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

BACK TO NEWS