د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې تاسیس شوي ده.

په دغه علمي څېړنیزه مجله کې د لرغون پېژندنې اړوند علمي څېړنیزې مقالې او مطالب چاپ او خپریږي چې د علومو اکاډمۍ علمي غړو، پوهنتونونو استادانو او د اطلاعات او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې مسلکي کارکونکو له لورې د لرغونو اثارو په هکله لیکل کیږي.

(پرله پسې ۴۷) یا د ۱۴۰۵ لمریز کال لمړی ګڼه کې لاندې علمي څېړنیزې مقالې نشر شوي دي:

  1. کشفیات اخیر باستان شناسی در ولایت میدان وردگ.

سرمحقق کتاب فیضی.

  1. نقش نمایشگاه گنجینه باختر در اشاعه فرهنگ و تمدین افغانستان.

سرمحقق فرهاد احمدی.

  1. نگرشی به ساحات باستانی ماقبل تاریخ افغانستان.

معاون سرمحقق محمدانور فائز.

  1. زیستگاه طلا کمر و مقایسه آن با ساحات همجوار.

معاون سرمحقق غلام حیدر کشککی.

  1. ویژه گی های هنر و ساختار ظروف سفالی دوره سلجوقی.

محقق بی بی ماه محمدی.

  1. باستان شناسی و گردشگری؛ راهی برای توسعه اقتصادی.

نویسنده سلیمان کوهستانی.

  1. د افغانستان د لرغون پوهنې په څېړنو کې د ختیځپوهانو ونډه.

لیکوال حزب الله مدثر.

یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولاې شئ....

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-09/Archeology%20quarterly%20journal%20no.%201%20year%C2%A01405.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۳۵
Background image

د کابل ولایت په استوګنیزو ښارګوټو کې د بلاکونو ترمنځ د فاصلو او د هغو د اغېزو ارزونه

نن یوه نۍ/ یکشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وږي/ سنبلې ۱۵مه، د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د ریاضي، فزیک او تخنیک علومو مرکز د ساختماني انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال دکتور. . .

BACK TO NEWS