د ناړۍ ولسوالۍ د ګـوَري ژبې د سیمو او ځایونو د نومونو د تسمیې وجه "علمي- څېړنیز کنفرانس"

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۸:۳۱
د ناړۍ ولسوالۍ د ګـوَري ژبې د سیمو او ځایونو د نومونو د تسمیې وجه "علمي- څېړنیز کنفرانس"

د ناړۍ ولسوالۍ د ګـوَري ژبې د سیمو او ځایونو د نومونو د تسمیې وجه
"علمي- څېړنیز کنفرانس"
--------------------------------------------------------------------
د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله سانېن " تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۳۹۸هـ. ش کال د کب میاشتې په ۱۱ مه وړاندې کړ.
په دې علمي- څېړنیز کنفرانس کې په لاندې موضوعاتو بحث او خبرې وشوې:
د ګوَري ژبې لنډه پېژندنه، د ګوَري ژبې د ویونکو مېشتځایونه، د ناړۍ ولسوالۍ لنډه پېژندنه او د ناړۍ ولسوالۍ د ګوَري ژبې د سیمو او ځایونو د نومونو د تسمیې وجه.
دغه راز د ګوَري ژبې او ناړۍ ولسوالۍ پر لنډې پېژندنې سربېره د ناړۍ ولسوالۍ اړوند د ګوَري ژبې د بېلا بېلو سیمو او ځایونو د نومونو، لکه: ناړۍ، ناړي مار، سلام سانکي، ماله پن، ګلنوکه، ګلبوم، کانڅه دړه، ډلشوی، جنچر اونڅ، دره باډ، پڅېته، ټنپټن څيوالي، نامي شهید، شامسېر، دوکه پته، سون کېڅي، ټينکه باډ، ماچيمڼه، کرچیګل، شینګر، چیره ګل، رته ګل، انچګل، څمڅمه ګل، ازیرګل، درګان کوټ، نشیسن لام، شامادم، تپیاوه، جنٿبک، دوکلام، الګوده، دوکلامدپه، اختر زیل واټ، کري واري، دایم ګټ، ټينکه کل، نوسېر، سوماني واري، کچیکسېر، کوټپته او د همداسې نورو بېلا بېلو نومونو معناوې، د تسمیې وجهې او د ځينو نومونو تاریخي حالت او څرنګوالی روښانه او څرګند شول.
د داسې موضوعاتو څېړل، له یوې خوا د ګوَري ژبې له ودې او بډاینې سره او له بلې خوا د اړوندې سیمې د تاریخي حالاتو له راسپړلو او روښانه کولو سره مرسته او همکاري ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او اختلاطاتو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طبي علومو مرکز علمي غړي نوماند څېړندوی ساجد نجیب زي د نوماندۍ رتبې د رفع کولو په موخه (د هایپوتایرویدیزم د اپیډیمیولوژي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

BACK TO NEWS