د افغانستان د علومو اکاډمي مشرتابه پلاوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې وزيرې آغلې حسينې ساپۍ سره نن د ثور په ۷ مه نېټه د يکشنبې په ورځ په علومو اکاډمۍ کې ملاقات وکړ

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۷ - ۲۰:۲
د افغانستان د علومو اکاډمي مشرتابه پلاوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې وزيرې آغلې حسينې ساپۍ سره نن د ثور په ۷ مه نېټه د يکشنبې په ورځ په علومو اکاډمۍ کې ملاقات وکړ

د افغانستان د علومو اکاډمي مشرتابه پلاوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې وزيرې آغلې حسينې ساپۍ سره نن د ثور په ۷ مه نېټه د يکشنبې په ورځ په علومو اکاډمۍ کې ملاقات وکړ.

په دې کتنه کې د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب د علومو اکاډمي پر اوسني وضعيت، ستونزو او لاس ته راوړنو خبرې وکړې.

همدا راز د علومو اکاډمي په اړه د جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني د وروستي حکم په اړه هم نظريات تبادله شول، د اکاډمي پر اوسنيو ستونزو او حل لارو بحث وشو.

د دې ترڅنګ د هېواد پر عمومي علمي، تحقيقاتي او فرهنګي وضعيت هم هر اړخيزې څرګندونې وشوې.

په دې ملاقات کې پر دې سربېره چې د دواړو اړخونو ترمنځ په بېلا بېلو علمي فرهنګي برخو کې نظريات تبادله شول، د علومو اکاډمي او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ د علمي فرهنګي همکاريو او اړيکو پر لا پراخېدو بحث وشو او ټینګار وشو چې دواړه بنسټونه به په راتلونکي کې دوه اړخيز فرهنګي فعاليتونه لا پياوړي کوي.

د دې ملاقات په پای کې د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا په تېر ۱۳۹۸لمريز کال کې چاپ شوي کتابونه د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزيرې ته ډالۍ شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۶:۷
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۶:۱
Background image

لیکوال، شاعر او ادیب استاد حبیب الله رفیع ته د ښه راغلاست غونډه

د دوشنبې/ دوه‌نۍ په ورځ د سرطان/ چنګاښ په ۲۲مه نېټه د مازیګر په 6:00 بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو ژبې نړیوال مرکز په انګړ کې د (لیکوال، شاعر او ادیب استاد حبیب الله رفیع ته ښه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړندوی بشرمل زرغون (د ملا وليداد کاکړ د «زين الحلم» اثر د نوې موندل شوې خطي نسخې ارزونه) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس. . .

BACK TO NEWS