" د ګوَري ژبې فونولوژي" علمي- څېړنیزه پروژه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۵:۲۶
" د ګوَري ژبې فونولوژي" علمي- څېړنیزه پروژه

کابل: د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انستیتوت علمي غړي څېړنیار شریف الله سانېن د څېړندوی علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره"د ګوَري ژبې فونولوژي" په نوم له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې څخه د زمري د میاشتې په ۴مه د شنبې په ورځ په علومو اکاډمۍ کې دفاع وکړه.

د دې علمي- څېړنیزې پروژې په دفاعیه غونډه کې ده وويل:

ګوَري ژبه په بېلابېلو تاریخي او ژبنیو آثارو کې پر خپل آر نوم سربېره په بېلا بېلو نورو نومونو هم یاده شوې ده، خو هغه آر نوم چې علمي بنسټ لري، له تاریخي او علمي موازینو او دلایلو سره برابره دی او په خپله د ژبې ویونکي یې تلفظ کوي او وايي، هغه د ( ګوَريgawari) نوم دی چې قوم یې د (ګوَرgawar) په نوم یادېږي او د خپلې ژبې لیکوال، فرهنګیان او څېړونکي یې هم په همدې بڼه په علمي کړیو او ادبي- فرهنګي ډګرونو کې کاروي او وروستیو ټولو څېړونکو هم (ګوَريgawari) بللې ده.

ګوَري ژبه ټول (۵۳) معمول فونیمونه یا غږونه لري چې په دې کې یې(۴۱) د خپلې ژبې او پاتې نور (۱۲) یې دخیل فونیمونه دي.

دغه ټول فونیمونه په فونیمیکي بڼه(ګرافیم) مشخص شوې دي چې د ګوَري ژبې په معمول رسمي لیکدود کې یې ټول ګرافیمونه (۵۳) دي چې په دې کې یې (۴۱) ګرافیمونه د خپلې ژبې دي او پاتې نور یې دخیل ګرافیمونه دي. د خپلې ژبې د ګرافیمونو له ډلې څخه یې (۲) د غبرګو غږونو یا دفتانګونو ګرافیمونه دي.

د ګوَري ژبې فونیمونه په درېو ډولونو( خپلواکو، بېواکو او نیمواکو) وېشل کېږي چې له دې فونیمونو څخه یې (۹) نهه(ā - a - ȧ - o - u - i - e - ê - ә ) خپلواک فونیمونه دي چې له دې څخه یې درې( a - ȧ - ә ) لنډ خپلواک او شپږ یې ( ā - o - u - i - e - ê) اوږده خپلواک فونیمونه دي.

له خپلواکو فونیمونو سربېره ګوَري ژبه ټول (۴۲) بېواک یا کانسونینټ فونیمونه لري چې له دې ټولو بېواکو غږونو څخه یې(۳۰) د خپلې ژبې او پاتې نور (۱۲) یې دخیل بېواک غږونه دي چې په ګوري ژبه کې معمول او کارول کېږي او له دې فونیمونو سربېره دوه نور(و/w) او (ی/y) نیمه خپلواک یا سیمي واول فونیمونه لري.

ګوَري ژبه په خپل غږیز نظام کې دوه ډوله د (w) او (y) غبرګغږونه یا دیفتانګونه او بېواک مرکب غږونه یا کلسترونه لري چې دغه بېواک مرکب غږونه یا کلسترونه د ګوَري ژبې د غږیز نطام کې د کلمو په پیل او پای کې راځي.

په ټوله کې د ګوري ژبې د ګرامر او په ځانګړي ډول د فونولوژۍ په برخه کې چې د یوې ژبې د ګرامر لومړنۍ مهمه او بنسټیزه برخه ده، تر دې دمه علمي او اکاډمیکې څېړنې نه وې ترسره شوې او په دې برخه کې دا لومړنۍ علمي او اکاډمیکه څېړنه ده چې د ګوَري ژبې د ګرامر لومړنۍ مهمه او بنسټيزه برخه(فونولوژي) په کې څېړل شوې او بشپړه شوې ده چې په همدې توګه به یې د مورفولوژۍ، نحوې او د ګرامر برخه هم په راتلونکې کې په علمي او اکاډمیک ډول بشپړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د ليندۍ او مرغومي مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

BACK TO NEWS