«د نورستان په فولکلوريکو ادبياتو کې د ځينو متلونو او اصطلاحاتو لنډه تحليلي کتنه»

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۱:۵۲
«د نورستان په فولکلوريکو ادبياتو کې د ځينو متلونو او اصطلاحاتو لنډه تحليلي کتنه»

علمي- څېړنيز کنفرانس

کابل: د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ « د نورستان په فولکلوريکو ادبياتو کې د ځينو متلونو او اصطلاحاتو لنډه تحليلي کتنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۹لمريز کال د تلې مياشتې په ۷مه ترسره شو، په کې لسګونو د علومو اکاډمي پوهانو او څېړونکو ګډون کړی وو.

آغلې نورستانۍ د يادې موضوع په اړه وويل:

د نورستان ولسي متلونه او اصطلاحات سربېره پردې چې روزنيزه او اصلاحي بڼه لري، طنزي اړخ هم لري او يوې کيسې ته يې اشاره شوې ده چې نکلونه يې ډېر په زړه پورې دي.

د نورستان د ژبې اصطلاحات او متلونه سيمه ييزې معناوې او توپيرونه لري چې د دې ژبې د ويونکو د ټولنې او اوضاع حالات، چاپېريال، دودونه او نورې فرهنګي ځانګړنې په کې په روښانه ډول څرګندېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د ليندۍ او مرغومي مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

BACK TO NEWS