د څېړنې د میتودولوژۍ کورس دوهمه دوره پیل شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۱:۲۸
کابل : د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې د میتودولوژۍ کورس دوهمه دوره نن د پنجشنبې په ورځ چې د مېزان میاشتې له ۱۰ نیټې سره برابره ده پیل شوه. په دې دوره کې د علومو اکاډمۍ د علمي غړو ترڅنګ، د یو شمیر پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او د بېلابېلو ادارو کارمندانو ګډون کړی و، د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې په دې اړه جوړه شوې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د برخې مرستیال ښاغلي څېړنپوه دوکتور محمد عالم اسحق زي د پیل وینا وکړه، و

کابل : د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې د میتودولوژۍ کورس دوهمه دوره نن د پنجشنبې په ورځ چې د مېزان میاشتې له ۱۰ نیټې سره برابره ده پیل شوه. په دې دوره کې د علومو اکاډمۍ د علمي غړو ترڅنګ، د یو شمیر پوهنتونونو استادانو، څېړونکو او د بېلابېلو ادارو کارمندانو ګډون کړی و، د سیمه ییزو مطالعاتو په مرکز کې په دې اړه جوړه شوې غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د برخې مرستیال ښاغلي څېړنپوه دوکتور محمد عالم اسحق زي د پیل وینا وکړه، وروسته د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي منشي څېړندوی عبدالخالق فردوس ګډونوالو ته د کورس په اړه معلومات وړاندې کړل، د ښاغلي فردوس له لوري د معلوماتو تر ورکولو وروسته ښاغلي استاد څېړنپوه زلمي هېوادمل صاحب ته وخت ورکول شو، چې تدریس پیل کړي