د علومو اکاډمي د درېيو متقاعدو استادانو ویاړ غونډه جوړه شوه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۹:۳۰
د علومو اکاډمي د درېيو متقاعدو استادانو ویاړ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت د درېيو پياوړو څېړونکو او استادانو هر یو څېړنپوه نصرالله ناصر، څېړنپوه مولاجان تڼېوال او څېړنوال زکریا ملاتړ د ترسره کړو علمي – څېړنیزو خدمتونو په پار ویاړ غونډه جوړه شوه.

دغه غونډه د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتوت په نوښت او د دري ژبې او ادبياتو انستيتوت په همکارۍ جوړه او ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب له نوموړو استادانو سره د خاطرو د یادولو ترڅنګ وویل، يادو شويو درېيو استادانو کابو نيمه پېړۍ د علم، فرهنګ او ادبیاتو په برخه کې کار کړی او اوس يې هم کوي، چې د دوی دغه خدمات د قدر وړ دي. دوی ټولو ځوان علمي کدرونه علمي- څېړنيو مسايلو ته متوجه کړي او هڅولي دي.

د ژبو او ادبیاتو مرکز رئیسې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ وویل، يادو شويو درېيو استادانو مونږ ته قلم په لاس کې راکړی او په علمي برخه کې يې د څېړنو لپاره لارښوونې کړې او لاسنيوی یې کړی دی.

د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنپوه شریف الله شریف وویل، استاد ناصر، استاد تڼيوال او استاد ملاتړ تل د علومو اکاډمي په ځلولو کې ونډه اخيستې او وياړونه يې ور په برخه کړي دي.

ورپسې څېړنوال سید نظیم سیدي، څېړندویې مارینا بهار، څېړنپوه محمد نبي صلاحي، څېړنوال محمد اصف احمدزی، شوکت الله عابد، شجاع الله امان، څېړندوی رحیم الله حریفال، څېړنوال دکتور عبدالاحد منګل، څېړنيار یاسر پاچا او څېړندويې سميلې احمدزۍ له نوموړو استادانو سره خپلې خاطرې بیان کړې. د هغوی علمي چارې يې وستايلې او په راتلونکي کې يې ورته د لا ډېرو برياليتوبونو او سرلوړيو هيله وکړه.

د غونډې په وروستيو شېبو کې څېړنپوه نصرالله ناصر ته د هغه د ترسره کړيو ښو خدمتونو په پار د اعزاز لونګۍ ور په سره شوه.

په پای کې څېړنپوه نصرالله ناصر د دې غونډې له جوړوونکو څخه په مننې کولو سره وويل، دی به تل د علومو اکاډمي په خدمت کې وي او خپله علمي همکاري به له علومو اکاډمي سره جاري ساتي.

د ده په وينا، د رسمياتو پرمهال اداري کارونه د دې لامل شوي وو چې خپل مسلک ته، څنګه چې لازمه وه، هومره کار يې نه دی کړی، خو تردې وروسته به خپلو علمي- څېړنيزو چارو ته دوام ورکوي.

د يادولو ده چې ښاغلی ناصر او ښاغلی تڼيوال د ۱۳۹۹ کال په پای کې او ښاغلی ملاتړ د ۱۳۹۸ کال په پای کې تقاعد شول.

هېره دې نه وي چې په دې غونډه کې څېړنپوه مولاجان تڼيوال او څېړنوال زکريا ملاتړ د ځينو ستونزو له امله ګډون نه و کړی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۴۰
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۳ کال دویمه ګڼه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په خپرونو کې «کابل مجله» تر ټولو لرغونې مجله ده چې تازه يې د ۱۴۰۳ لمریز کال دویمه ګڼه چاپ شوې ده. کابل مجله چې پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې ده، د افغانستان د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۹ - ۱۴:۵۰
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د وری میاشتې پر ۱۹ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۲:۱۱
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۳ کال ۳ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو. . .

BACK TO NEWS