د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۷:۴۸
د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د اجتماعي علومو مرکز په نوښت«د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه» په نامه یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د روان کال په ۲۸ /۹ / ۱۴۰۳هـ . ل نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه کهزاد په تالار کې جوړ شو.

دغه علمي – څېړنیز سیمینار د مولوي صاحب رحمت الله مخلص له خوا د عظیم الشان قرآن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. په دغه سیمینار کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود پرانستونکې وینا وکړه. په دغه لارښودي وینا کې په دې خبره باندې ټینګار وشو چې:

« رسنۍ باید د اسلامي نظام په تینګښت کې خپل رسالت په ایماندارۍ سره تر سره کړي او هغه باید اسلامي نظام ته ګټه ورسوي.  د هېواد رسنۍ باید تل خپل رسالت ته  پاملرنه وکړي، د اسلام د سپېڅلي دین روح باید د دوی په تولو لیکنو، ویناوو او رسنیزو فعالیتونو کې وي او د نورو له افکارو اغېزمنې او مرعوبې نه وي.»

 ورپسې د جلالتماب رئیس الوزرا الحاج مولوی محمد حسن اخوند پیغام، چې د دې علمي – تحقیقي سیمینار د جوړېدو په مناسبت یې را استولی و، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال محترم حمدالله فطرت له خوا ولوستل شو. په دې پیغام کې «د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د دغه علمي – څېړنیز سیمینار جوړول، د رسنیو، نظام او خلکو تر منځ د لا ښې همغږۍاو یو د بل د اړتیاوو او حقیقتونو  د ښه درک او تفاهم په لاره کې یو د قدر وړ مثبت ګام بلل شوی دی.   له هغه وروسته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محترم عباس ستانکزیی وینا وکړه. ښاغلي ستانکزي په خيله وینا کې  د افغانستان د علومو اکاډمي د دغه مهم علمي – څېړنیز سیمینار د جوړېدو ډېره ستاینه وکړه. په دې ټکی باندې یې تینګار وکړ چې:

« زموږ د هېواد رسنۍ باید د اسلامي نظام ښېګڼې او ټول مثبت نقاط نړیوالو ته ورسوي  موږ اوس وسله وال جنګ نه لرو او زموږ میډیا باید د هېواد په پرمختګ کې مثبت رول ولوي. نور باید د مطبوعاتو او حکومت تر منځ واټن نه وي او دواړه باید یو وي. اسلامي امارت باید د هېوادمیډیا په خپل اعتماد کې واخلي او په دې برخه کې په مشترکه ستراتیژي باندې کار وکړي. موږ ته په کار ده چې د افغانستان لپاره پرمختللې میډیا ولرو.»

له هغه وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین محترم مهاجر فراهي وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې په دې خبره تاکید وکړچې:

« رسنۍ دې زموږ د هېواد روانو حقایقو ته چې د عمل په ډګر کې پېښېږي، په رښتیني ډول هغو ته انعکاس ور کړي. اسلامي امارت له رسنیو سره د تقابل پر ځای د سیاسي تفام لاره هواره کړې ده. رسنۍ دې په خپلو خپرونو اسلامي ارزښتونو، ملی ګټو  او افغاني فرهنګ ته انعکاس ور کړي.»

له هغه وروسته د سیمینار علمي برخه د بشري علومو د برخې مرستیال محترم سرمحقق دوکتور محمد علم اسحق زي تر مشرۍ لاندې پر مخ یووړل شوه.

دې سیمینار ته د تاریخي افغانستان د قدرمنو پوهانو، څېړونکو او استادانو له خوا ټولې( ۱۹)علمي – څېړنیزې مقالې را رسېدلې وې، چې د هغو له جملې( ۱۵) مقالې د علمي کمیسیون له خوا له اصلاحاتو  وروسته تایید او ( ۵) مقالې په سیمینار کې ولوستل شوې، چې پاتې نورې  مقالې به د لوستل شویو مقالو  په شمول د مقالو په مجموعه کې چاپ شي.  

 د سیمینار ګډون والو د مقالو د محتویاتو او د برخه والو د پیشنهادي طرحو په رڼا کې لاندې پریکړه لیک په(  ۸) مادو کې تنظیم او وړاندی کړ :

۱.د ګران هېواد رسنۍ دې د اسلامي او افغاني فرهنګ او نافذه قوانینو  په ترویج او ساتنه کې خپل بنسټیز رول، د مقدسو اسلامي اصولو او ګټورو ملي ارزښتونو په رڼا کې ترسره کړي. رسنۍ کولای شي د هېوادوالو د علمي سویې د لوړتیا په څنګ کې، د هېوادوالو د اخلاقي روزنې، د هېواد پالنې روحیې د اوچتیا او معنوي پیاوړتیا په برخه کې رغنده رول تر سره کړي.

۲.د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوی وزارت او نورو مسؤولو چارواکو ته وړانديز کېږي چې د اسلامي شريعت او مناسبو قوانينو په رڼا کې د بيان آزادۍ او د رسنيو مشروع فعاليت ته لا زياته وده ورکړي، ترڅو رسنۍ او نظام يو پر بل سره غښتلي شي.

۳.د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوی وزارت، عدليې وزارت او نورو اړوندو ادارو ته دا وړانديز هم کېږي چې د رسنيو د فعاليت اړوند قانوني تشه ډکه او د دوی د فعاليت لاره روښانه کړي، ترڅو د رسنیو له قوت څخه د مناسبو قوانينو او تګلارو په جوړولو سره د کورني او بهرني سياست په پياوړتيا کې مناسبه ګټه ترلاسه شي.

۴.د اطلاعاتو، فرهنګ او ګرځندوی وزارت دې د رسنيو مسؤولینو، ژورناليستانو او رسنيزو فعالانو ته د نظرياتو د تبادلې او همغږۍ په موخه سيمينارونه، کنفرانسونه، علمي سفرونه، روژه ماتي او د اختر مبارکۍ برنامې تنظيم کړي، ترڅو نظام او رسنۍ د ښه تفاهم او همغږۍ په فضا کې په  يو بل سره پياوړي او د پرمختګ په لور غښتلي کړي.

۵.د حج او اوقافو وزارت دې د منبر آزادي حفظ کړي، ترڅو دغه ارزښت د تل لپاره په ټولنه کې بنسټيز پاتې شي.

۶.د هېواد ملي او خصوصی رسنیو ته وړاندیز کېږی چې په بهر کې مېشت افغانان د نظام د تقویې لپاره وهڅوي؛ خپل وطني افکار هغوی ته او د هغوی افکار هېواد ته په سمه توګه ولېږدوي.

۷. هغه رسنۍ چې د ملي یووالي، دیني او ملي ارزښتونو د ساتنې  لپاره یې ښه رول اداء کړی وی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې تقدیر کړي.

۸. د سیمینار برخه وال وړاندیز کوي چې د دې علمي – تحقیقي سیمینار د مقالو ټولګه دې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  او  د افغانستان د علومو اکاډمی د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا چاپ شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۷:۴۸
Background image

د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي د اجتماعي علومو مرکز په نوښت«د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو ونډه» په نامه یو ورځنی علمي – څېړنیز سیمینار د روان کال په ۲۸ /۹ / ۱۴۰۳هـ . ل نېټه د افغانستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۹:۵۹
Background image

د جمهوري نظام د سقوط لاملونه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت اړوند د تاریخ او اتنوګرافۍ د انستیتوت علمي غړي څېړنیار سیدمحمدصادق سادات « د جمهوري نظام د سقوط لاملونه» تر سرلیک لاندې علمي ــ څېړنیز. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۱:۱۹
Background image

د تدریس نوي میتودونه او په زده کړه کې یې رول

«د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انستیتوت علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی ثناءالله صالحي د نوماندۍ دورې رفع. . .

BACK TO NEWS