د مکي آیتونو د اسباب نزول څېړنه او ارزونه
«د علمي – څېړنیزې پروژې دفاع»
د افغانستان علومو اکاډمۍ، د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز د تفسیر او علوم القرآن انسټیټوت د اعجاز القرآن څانګې غړي نوماند څېړندوی عزیزالرحمن رحماني د نوماندۍ دورې د رفع کولو لپاره له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې (د مکي آیتونو د اسباب نزول څېړنه او ارزونه) تر سرلیک لاندې د علومواکاډمۍ د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د دفاع د ارزونې کمیسیون په وړاندې خپله دفاعیه وړاندې کړه.
دا علمي – څېړنیزه رساله په سریزه، درې څپرکو، پایلې وړاندیزونو او د مأخذونو په لیکلړ مشتمله ده:
په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید روښانه شوی دی.
په دویم څپرکي کې د مکي آیاتونو د سبب نزول پېژندنه، د اسباب نزول ډولونه، د اسباب نزول د پېژندنې اهمیت او ګټو ته اشاره شوې.
په درېیم څپرکي کې د احکامو، حکمو او امثالو، وعد او وعید او قصصو اړوند آیاتونو د سبب نزول څېړنه او ارزونه شوې ده.
په پای کې د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې پایله، وړاندیزونه او په رساله کې کارول شوي مأخذونه راوړل شوي دي.
د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، ګډونوالو او د کمیسیون د غړو پوښتنو ته قناعت کوونکي ځوابونه وویل شول.
د غونډې په پای کې د یادې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع د ارزونې کمیسیون له لوري د رایو په اتفاق سره دا څېړنیزه پروژه مثبته وارزول شوه او څېړونکی یې له نوماند څېړندوی علمي رتبې څخه یې د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفیع وړ وباله.