په افغانستان کې د مصنوعي ځيرکتیا د استعمال پر وړاندې حقوقي ننګونې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ اړوند د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز په اډانه کې د حقوقو او سیاسي علومو انسټیټیوټ د علمي غړي ښاغلي څېړندوی عبدالقهار عزیزي له لوري « په افغانستان کې د مصنوعي ځيرکتیا د استعمال پر وړاندې حقوقي ننګونې» تر سرلیک لاندې د پیلنۍ (شنبې) په ورځ، ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، چې د ۲۱/ ۴/ ۱۴۰۴ ل نېټې سره سمون خوري؛ علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې شو.
په یاد کنفرانس کې څېړونکي د مصنوعي ځيرکتیا د کارولو پر وړاندې په پرتو حقوقي ننګونو او ستونزو بحث وکړ چې عمده موضوعات یې د مسؤلیت انتساب، خصوصي حریم او محرمیت نقض او دغه راز د اختراع او کشف په برخه کې د مصنوعي ځيرکتیا اړوند ننګونې وې.
د بحث په ترڅ کې څېړونکي د تقصیر، بېپروایۍ، د مطلق مسؤلیت، د تبعي مسؤلیت او مصنوعي ځیرکتیا ته د حقوقي شخصیت د قایلېدو د نظریاتو په رڼا کې د مسؤلیت په انتساب بحث وکړ. د نوموړي په وینا د تقصیر، مطلق مسؤلیت او د تبعي مسؤلیت نظریې په افغانستان کې د پلي کېدو وړ دي او د تبعي مسؤلیت نظریه له اسلامي فقهې څخه استنباط شوې ده چې له مخې یې څښتنانو ته د مصنوعي ځيرکتیا له لوري د زیان او ضرر پېښېدو په صورت کې مسؤلیت متوجه کېدای شي.
څېړونکي د مسؤلیت انتساب په نړیوالو بشرپالو حقوقو، معنوي ملکیت حقوقو او طبي قوانینو کې په مفصل ډول روښانه کړ. پر دې سربېره یې د معنوي ملکیت حقوقو په برخه کې یې د اختراع او کشف د امتیاز راجع کول هم تر بحث لاندې ونیول او د نورې نړۍ بېلګې یې وړاندې کړې. دغه راز یې په طبي برخه کې د مسؤلیت سربېره د خصوصي حریم او محرمیت موضوع باندې هم رڼا واچوله او د اړوندو ننګونو لهپاره یې د اصولي اسنادو د تعدیل او ایجاد په اړتیاوو بحث وکړ.
د کنفرانس په پای کې څېړونکي د پوهانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د ټاکلې واکډلې (کمیسیون) له لوري یاد کنفرانس مثبت وارزول شو.
د کنفرانس اړوند موضوعاتو لیدلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ.