پښتو غږیز تکتیک او غږیز محدودیتونه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۴:۱۵

لیکوال: پوهنمل محمد عثمان څولیزی

لنډیز

د دې څېړنې موخه د پښتو کلیمو په درې ګونو برخو (پیل، منځ، پای) کې د شونو او ناشونو ساکنو غږیزو ډلګیو د کچې څېړل او سپړل دي. غږیز تکتیک یا غږ اوډنه په یوه ټاکلې ژبه کې د غږونو شونی ترتیب، ترکیب او همدارنګه په لغوي جوړښت کې د یو ټاکلي بېواک غږ یا د ساکنو غږونو د ډلګیو او په ګروپي توګه راتګ څېړي. د وییونو د غږیز تکتیک د څرنګوالي او څومره والي او شننې په موخه د غږیزې اوډنې او غږیزو محدودیتونو له اساساتو څخه کار اخیستل شوی دی. غږیز تکتیک یا ترکیب د یوې ټاکلې ژبې د څپې یا څپو په جوړښت (پیلیزه او پاییزه) کې د بېلابېلو ساکنو غږونو سمون او اوډون په ګوته کوي؛ همدارنګه غږیز تکتیک او محدودیتونه د لغتونو د څپه ییز جوړښت او وېش له مخې تحلیل او سپړل شوي دي. په څپه ییز جوړښت کې د شننې او تحلیل پرمهال د پښتو غږونو وتوځيو او څرنګوالي ته ځانګړې پاملرنه شوې، ځکه چې دغه چاره د کلیمو په درې ګونو برخو کې د غږیز تکتیک یا اوډنې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د څېړنې پایله او موندنې دا چې کوم ساکن له بل کوم بېواک غږ سره د څپې، مورفیم یا کلیمې په کومه برخه کې اوډون مومي او په کومه برخه کې یوځای راتلای نه شي؛ په ځانګړو جدولونو کې راوړل شوي دي. غږیز تکتیک او غږیز محدودیتونه په غږپوهنه او ګړپوهنه کې ځانګړی ارزښت لري، چې په وییزو جوړښتونو کې د مانیز او پښوییز بدلون لامل کېږي.

Documents

پښتو غږیز تکتیک او غږیز محدودیتونه.pdf