جمهور رئیس غني: د هرات ادبي ټولنه به د اطلاعاتو فرهنګ او علومو اکاډمۍ له لوري پیاوړې شي

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۱:۲۰
جمهور رئیس غني د هرات ادبي ټولنه به د اطلاعاتو فرهنګ او علومو اکاډمۍ له لوري پیاوړې شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني هرات ولايت ته د خپل سفر پر مهال د اتفاق اسلام ورځپاڼې د سلمې کاليزې، د هرات ادبي ټولنې د نویمې کاليزې او د مولانا عبدالرحمن جامي د زېږېدو د ۶۰۶ کاليزې په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

په دې مراسمو کې چې د هرات ولايت مقام په تالار کې د سلواغې په ۳مه جوړ شوي وو، لومړی استاد نظري اريانا خبرې وکړې او د اتفاق اسلام ورځپاڼې د تاريخچې په اړه يې معلومات ورکړل وې ويل، ياده ورځپاڼه د هيواد يوه نادره خپرونه ده چې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له کاليزې يو کال وروسته چاپ شوه.

هغه زياته کړه، دغه ورځپاڼه د هرات له نوم سره تړل شوې، زموږ د هويت نښه ده او کله چې هرات يادوو د اتفاق اسلام ورځپاڼې نوم زموږ په ذهن کې مجسم کېږي.

نظري اريانا دې ورځپاڼې ته د حکومت د پاملرنې زياتېدو غوښتنې ترڅنګ وويل، دغه ورځپاڼه د هرات د ليکوالو او فرهنګيانو لپاره فرهنګي نقطه او د حکومت او خلکو ترمنځ وسيله ده.

وروسته استاد داوود منير د هرات ادبي ټولنې په اړه خبرې وکړې وې ويل، هرات ادبي ټولنه يو ادبي او غير حکومتي بنسټ دی او د تاسيس له وخته د نړۍ له ادبياتو او ډېرو خپرونو سره بلدتيا لري او له دې لارې مختلف ادبي ژانرونه خپروي.

هغه وويل، موږ نويو ادبياتو ته اړتيا لرو چې له نړۍ سره تعامل ولري، په ځانګړي ډول د هنر او فرهنګ په برخه کې. هغه څه چې موږ ورته په شدت اړتيا لرو او کولای شي موږ سره راټول کړي، ملي ادبيات دي او په هغه کې ديني، ملي او وطني ارزښتونه شامل دي.

ورپسې ښاغلي هروي د جامي پوهنتون له لوري د مولانا عبدالرحمن جامي د ژوند، شخصيت او فکر په اړه د خپاره شوي علمي او څيړنيز کتاب په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه، دغه کتاب په يو کال کې د هرات مشهورو څېړونکو او ليکوالو ترتيب کړی او له سلو زيات نور کتابونه هم تاليف شوي دي.

وروسته د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح خبرې وکړې وې ویل، ټولو لویو ادبي او عرفاني اثارو چې بنسټ یې عشق، انګېزه او لېوالتیا ده، دوام کړی دی.

هغه زیاته کړه، موږ به د هرات ادبي ټولنې ملاتړ وکړو او باید فرهنګي او ادبي کارونه نور هم ښه زیات کړئ. چاپي رسنۍ په ځانګړي ډول اتفاق اسلام ورځپاڼه دې ډېره تکیه پر ډیجیټل کولو وکړي، ترڅو د هیواد هره څنډه ورته لاسرسی ولري.

جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، مولانا جامي او د نقشبندي طبقې تاریخ لا زیاتو هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، موږ اسلامي شبکې کمې درک کړې دي، دغه شبکې فکري دي چې د هیواد په مختلفو څنډو او ګاونډیو هیوادونو کې یې د اړیکو رول لرلی دی.

جمهور رئیس وویل، کمال الدین بهزاد له یاده مه وباسئ، ځکه د څلورو پېړیو لپاره د عثماني، صفوي او مغلي هند امپراتورۍ د هغه د نقاشۍ تر اغېز لاندې وو.

جمهور رئیس غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د هرات ادبي ټولنه به د اطلاعاتو فرهنګ او علومو اکاډمۍ له لوري پیاړې شي او د اتفاق اسلام ورځپاڼې د ډیجیټل کولو په برخه کې به اقدام وشي.

جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې، د ملي فرهنګ، ولسواکۍ او سولې فرهنګ پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د اعتدال او منځلارۍ لپاره د هرات ادبي ټولنې د هڅو مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS