د افغانستان لرغون‌پېژندنې څېړنیزې مجلې نوې (۴۱-۴۲) ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۰:۵
د افغانستان لرغون‌پېژندنې څېړنیزې مجلې نوې (۴۱-۴۲) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېرنیزه مجله، د افغانستان علومو اکاډمۍ، د بشري علومو معاونيت اړوند د لرغون‌پېژندنې څېړنيز مرکز علمي-څېړنيزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د ياد مرکز له لوري تاسیس شوې ده.

په دغه علمي-څېړنيزه مجله کې د لرغون‌پېژندنې اړوند علمي-څېړنيزې مقالې او مطالب چاپ او خپرېږي چې د علومو اکاډمي علمي غړو، پوهنتونونو استادانو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون‌پېژندنې مسلکي کارکوونکو له لوري د لروغونو اثارو په هکله ليکل کېږي.

د پرلپسې (۴۱-۴۲) يا د ۱۴۰۲ لمريز کال اوله او دويمه ګڼې کې لاندې علمي-څېړنيزې مقالې چاپ او خپرې شوې دي:

1- هنر و صنايع در سرزمین خرسان (سرمحقق عبدالجبار عابد)

2- تحقیقات اخیر باستانشناسی در ولایت سرپل (سرمحقق کتاب خان فیضی)

3- ساکایی ها قبل از کوشانیان حمایت کننده آئین بودایی (معاون سرمحقق محمد انور فایز)

4- برخی از بالاحصارها در افغانستان (پوهاند عصمت الله عثمانی)

5- هنر وارداتی در ساحه باستانی فندقستان (محقق بی بی ماه محمدی)

6- نتایج کاوش های باستانشناسی در ساحه (۰۴۱ جنوبی) مس عینک ولایت لوګر (محمد نسیم نزهت)

7- بناهای تاریخی ولایت بامیان، افغانستان ( سرور هدایت)

8- ګزارش کاوش های دور دوم ساحه باستانی موری خم زرګری کاپیسا سال ( ۱۳۹۸ خورشیدی) (عبدالرحمن نوری)

یادونه:

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-02/Archeology%20quarterly%20journal%20no.1-2%20year%201402.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS