د دايرة المعارف مرکز رياست

د دایرةالمعارف مرکز رياست له څلوېښتو کلونو  راهيسې د علومو اکاډمي په چوکاټ کې فعاليت کوي، چې د اداري او خدماتي پرسونل په ګډون اوسنی تشکیل يې ۱۴ تنو رسېږي. دغه مرکز د لومړي ځل لپاره، د مطبوعاتو مستقل ریاست پورې اړوند (پښتو ټولنې) په چوکاټ کې پر کال ۱۳۲۰ل. (۱۹۴۱ز.) د « انجمن دایرةالمعارف» په نوم تاسيس شو، چې لومړنی مدير يې میا حسین خان و.

دغه انجمن پر ۱۳۲۵ل کال. لوی مدیريت ته ارتقاء وکړه، چې محمد هاشم پرديس (ميوندوال) يې عمومي مدیر شو  او پر ۱۳۲۸ل کال، د پښتو دایرةالمعارف لپاره بېل مدیريت را منځته شو، چې غلام جيلاني جلالي يې مدیريت په غاړه درلوده. په لومړۍ دوره کې آریانا دایرةالمعارف شپږ ټوکه په دری او اوه ټوکه په پښتو ژبه چاپ شو. په لومړۍ دوره کې د آریانا دایرةالمعارف د چاپ پر مهال، په پام کې نيول شوی و، چې هر ټوک يې په بېلابېلو علومو کې په پنځو (۲۰۰) مخيزو برخو کې چاپ او نشر شي، خو  وروسته په يو (۱۰۰۰)مخيزو ټوکو کې ترتیب شو، نو په همدې ډول د پورته برنامې پر اساس د آریانا دایرةالمعارف د لومړي ټوک لومړۍ او دویمې برخې په ۱۳۲۷ل او دريمې، څلورمې او پنځمې برخې يې پر ۱۳۲۸ل، د میر علي اصغر شجاع اقبال په مدیریت چاپ شو او د آریانا دایرةالمعارف شپږم او وروستي ټوک د لومړي ځل لپاره په دري ژبه د ۱۳۴۸ل . (۱۹۶۹ز.) په کب مياشت کې د سردار محمد منګل په رياست چاپ شو. د آریانا پښتو دایرةالمعارف لومړنی ټوک په ۱۳۲۹ل (۱۹۵۰م.) کال کې د غلام جيلاني جلالي په مدیريت په پښتو ژبه چاپ، تکمیل او نشر شو.

د آریانا پښتو دایرةالمعارف اووم او وروستی ټوک پر ۱۳۵۵ل. (۱۹۷۴ز )  کال د زمري په مياشت د دکتور حفیظ الله ناصر په آمریت بشپړ او چاپ شو. په درېيم ټوک شامل، افغانستان پېژندنې برخه، د کتاب په بڼه مستقله او په اختصاصی توګه هم د آریانا دایرةالمعارف انجمن له خوا چاپ شوی دی.

دغه کتاب د تاريخ، تاریخ دورې، جغرافيایې وضعیت، لارې، غرونو، سيندونو، کرنې، صنایعو، سوداګرۍ، ، د ليکلو سبک، دری ادبیاتو تاريخ، لیکوالانو، کتابونو، تاریخي آثارو، ملي موزیم، او اداري ترکيب او په ټوله د افغانستان پېژندنې په برخه کې، مهم اثر ګڼل کېږي.

دایرةالمعارف انجمن د آریانا دایرةالمعارف پر چاپ سربېره د افغانستان جغرافيايی قاموس په پښتو ژبه په شپږو ټوکونو کې او په دري ژبه په څلورو ټوکونو کې چاپ کړی دی.

د آریانا دایرةالمعارف دويمه دوره د جلالتمآب حامد کرزی د انتقالی حکومت د رئیس د ۴/۱۵/۱۳۸۱  نېټې د ۱۶ ګنې فرمان پر بنسټ له څو لسيزو ځنډ وروسته په فعالیت پيل وکړه.

د دایرةالمعارف مرکز رياست، لومړی ((دایرةالمعارف د مقالو تثبیت او ارزونې کمیسیون))، د علوم اکاډمي د پوهانو، او کابل، طبی، پولتخنيک پوهنتونونو استادانو  او نورو علمي بنسټونو د غړو په ګډون را منځته کړ او ورپسې په بېلو ټوکونو کې په دري او پښتو ژبو دواړو په هممهاله توګه پر ۱۳۸۵ ل. د آریانا دایرةالمعارف د تدوين چارې تر لاس لاندې ونيولې.

دويمه دوره؛ آريانا دايرة المعارف په پښتو او دري ژبو اوه  اوه  ټوکه وو.

د دويمې دورې لومړی ټوک آریانا دايرة المعارف پر  ۱۳۸۶ ل کال په پښتو او دري ژبو د سرمحقق ثريا پوپل په رياست د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

د آریانا دايرة المعارف د دويمې دورې اووم او وروستی ټوک په ۱۳۹۷ ل کال کې د سرمحقق لطيفه قريشي په رياست په پښتو او دري ژبو چاپ کړل شو.

آریانا دايرة المعارف دويمه دوره د لومړۍ دورې د آريانا دايرة المعارف د حکم په اساس وليکل شو. څرنګه چې  تاريخي، ادبي، مشاهير او داسې نور موضوعات د ياد شوي کميسيون له تائيد څخه وروسته د اړوندې څانګې د پوهانو له لورې ايډيټ شوې، مګر  نوې اصطلاحات او مدخلونه د علومو د بېلابېلو څانګو؛ اسلامي علومو، لکه: فقه، قانون، ثقافت، بشري علومو: د ژبې او ادبياتو، تاريخ، اتنوګرافي، لرغون پوهنې او جغرافيې، حقوق او سياسي علومو، اقتصاد، ټولنپوهنه، ژورناليزم او اروا پوهنې؛ طبعي علومو، لکه: کيميا، بيالوژي،  زراعت، ځمکه پېژندنه، د طب علوم، فارمسي، رياضي، فزيک، تخنيک، ساينس او تکنالوژي، علمي، ادبي، سياسي، ټولنيز شخصيتونه، شاعران، ليکوالان هنرمندان، واکمنان،  نامتو شخصيتونه او داسې نور موضوعات، د علومو اکاډمي د بېلابېلو انستيتونو او د کابل پوهنتون په مرسته برابر او د کميسيون د غړو «د دايرة المعارف د مقالو د تثبيت او ارزونې  کميسيون» په مرسته، دايرة المعارفي اصطلاحات تثبيت او ليکلو ته ورکړل شوې. د آريانا دايرة المعارف په ليکلو کې  د علمي او اکاډميکو بنسټونو تر  ۱۰۰ تنو ډېرو ليکوالانو  همکاري کړې ده.

د آريانا دايرة المعارف مصطلحات، چې د داخلي او خارجي مستندو سرچينو په مرسته ليکل شوي، د الفبا په سيستم تنظيم او تيار شوي دي. د  «د دايرة المعارف د مقالو د تثبت او ارزونې  کميسيون» د پرېکړې پر اساس د هرې مقالې په اخير او يا پای کې او يا هم د فهرست په ډول د کتاب په لومړيو پاڼو او يا هم اخير کې د منابع يادول او را وړلو څخه د کتاب د حجم د د ډېروالي له امله، مخنيوی وشو او را  نه وړل شو، خو د آريانا دايرة المعارف مرکز په ارشيف کې خوندي دي.

 آریانا دايراة المعارف دويمه دوره، چې ټول څوارلس ټوکه دي، اوه ټوکه يې په پښتو ژبه او اوه ټوکه هم په دري ژبه دي، له څو لسيزو ځنډ څخه وروسته د هېواد فرهنګي او علمي ټولنې ته وړاندې شول. له آريانا دايرة المعارف څخه د يوې کره سرچينې په توګه، د ښوونځيو زده کوونکي، د پوهنتون زده کړيالان(محصلين)، استادان، څېړونکي او په ټوله کې د هرې کچې مراجعين ګټه اخيستلای شي.

د دايرة المعارف مرکز، د دويمې دورې آريانا دايرة المعارف له پای ته رسېدو وروسته، د علومو اکاډمي د ۱۰ کلن ستراتيژيک پلان سره سم د ټولنيزو او طبيعي علومو د اړوندو بېلابېلو څانګو پورې اختصاصي دايرة المعارفونه او د کوچينيانو  پر دايرة المعارف باندې کار پيل کړی دی.

د دې لړۍ لومړی ټوک دايرة المعارف، د کوچينيانو او تنکيو ځوانانو (دايرة المعارف کودک و نوجوانان) چې د ښوونځيو په لومړينو او منځنيو ټولګيو کې په زده کړه بوخت دي او عمرونه يې له ۶ تر ۱۵ کلنۍ پورې دي، ځانګړی شوی دی، چې په ۱۳۹۸ لمريز کال کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ د چاپ په ګاڼه سمبال شو. دا ټوک په مصور (انځوريز) ډول، له حجرې او نسج څخه تر عصبي، تنفسي سيسټمونو، دوينې دوران، هاضمه، اندوکراين، د انسان حواس، غذا، شحميات، پروتئين، ويټامينونه، او د انسان پېژندنې په لسګونو نورې په زړه پورې موضوعګانې پکې راغلي او د موضوعي سيسټم له مخې تنظيم شوې دي.

د يادونې وړ ده چې په ياد شوي دايرة المعارف کې د ( ۱۵۲۶) په شمېر لغتونه، فني او علمي اصطلاحات د نوم په يادولو سره په متن کې معنا او په يو ځانګړي چوکاټ کې د ويبپانې تر سرليک لاندې د لوستونکو د اسانتيا لپاره ځای په ځای شوي دي. يعنې ياد شوی کتاب د دايرة المعارف سربېره د لغاتونو کوچنی قاموس هم دی.

د کوچينيانو او تنکيو ځوانانو د دايرة المعارف د چاپ په لړۍ کې د هغه دويم ټوک چې نباتاتو ته ځانګړی شوی دی او په هغه کې: حبوبات، سبزیاني، مېوې، غلې او ګلان شامل دي، چې د لومړي ټوک په څېر انځوريز( مصور) او د ۸۵۰ لغتونو لرونکی دی. دا ټوک هم چاپ ته سپارل شوی دی.

د ياد شوي پلان سره سم، د ادبي دايرة المعارف د ليکلو کار هم له دوو کلونو را هيسي پيل شوی او ډېر ژر به چاپ شي. ان شاءالله!