د طبیعت مجلې ۷۵ ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۱:۵۲
د طبیعت مجلې ۷۵ ګڼه چاپ شوه!

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت یوازېنۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په 1368 هـ . ش کې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله چې په هرو درېو میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه پکې د طبیعي – تخنیکي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي،... مقالې نشرته سپارل کېږي چې تر اوسه پورې یې ۷۵ ګڼې چاپ شوې دي؛ دا دی اوس د طبیعت مجلې ۷۵ ګڼه تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شوې ده چې ۱۴۵ مخونه لري د یادونې وړ ده چې دا ګڼه د ( شیوه های مناسب بهره برداری از منابع آبی کشور ) تر عنوان لاندې علمي - څېړنیز سیمینار لپاره د دویمې برخې ته ځانګړې شوی ده چې ۷ علمي – څیړنیزي مقالې پکې چاپ شوې دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

•  استفادۀ مجدد از فاضلاب های شهری در زراعت و ساحات سبز.

نویسنده: سرمحقق محمد میا مرهون .

د روانو اوبو د مهارولو لپاره د طبیعي او محلي امکاناتو کارونه.

لیکوال: څېړنوال عبدالرحمن لطیف.

بررسی تکاثف نفوس و بحران در مدیریت عرضه و تقاضای آب قابل دسترس.

نویسنده: معاون سرمحقق محمد نذیر حیران.

جمع آوری آب باران به منظور مصارف خانگی و تغذیۀ آبهای زیرزمینی در کشور.

 نویسنده: معاون سرمحقق عبدالوهاب همدرد.

 

د ریموټ سنسنګ په مرسته د پنجشېر ولایت د سېلابونو مدیریت.

لیکوال: څېړندوی حامد امان.

په هېواد کې د ولاړو اوبو تغذیه او مدیریت.

لیکوال: څېړندوی عبدالبشیر امرخیل.

تحلیل و بررسی تغییرات ریژیم بارنده‌گی حوزۀ دریایی هلمند.

نویسنده: پوهنیار فضل الحق حسنزی.

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-09/Tabiat%20quarterly%20journal%20no.%202%20Year%201404.pdf

تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

تست

بببب

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۵۸
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي او چنګاښ مياشتې دوه ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند علمي خپرنيز ارګان دی. دا خپرنيز ارګان له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی. . .

BACK TO NEWS