د علومو اکاډمي او د ترکیې هېواد نجم الدین اربکان پوهنتون ترمنځ آنلاین غونډه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۷
د علومو اکاډمي او د ترکیې هېواد نجم الدین اربکان پوهنتون ترمنځ آنلاین غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمي او د ترکیې هېواد د نجم الدین اربکان پوهنتون ترمنځ آنلاین غونډه وشوه. د غونډې په پیل کې د نجم الدین اربکان پوهنتون د بهرنیو اړیکو مسؤول ښاغلي پروفیسور فطرت یلداز د خپل پوهنتون تاریخچه او علمي ظرفیت بیان کړ، ورپسې د علومو اکاډمي د طبیعي او تخنیکي علومو معین شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب دعلومو اکاډمي لنډه تاریخچه بیان کړه او د ورور هېواد (ترکيې) له علمي مرکز، نجم الدین اربکان پوهنتون، سره یې د علمي دوه اړخیزو همکاریو ژمنه  هم وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو هيوادونو، په ځانګړې توګه له دوست او ورور هېواد ترکیې سره په اسلامي او افغاني ارزښتونو ولاړو متقابلو او دوستانه اړیکو ته ژمن دی.
د نجم الدین اربکان پوهنتون د بهرنیو اړیکو مسؤول ښاغلي پروفیسور فطرت یلداز له مننې کولو وروسته وویل چې په نېږدې راتلونکي کې د یاد پوهنتون پلاوی کابل ته درځي چې د دې سفر پر مهال به د افغانستان د علومو اکاډمۍ له رهبري او علمي کادرونو سره هم له نېږدې وګوري او د علمي ګډو همکاریو هوکړه لیک به ورسره لاسلیک کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS