د علومو اکاډمي رئيس د کوچيانو چارو د سمون لوی رئيس سره وکتل

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۹:۴۳
د علومو اکاډمي رئيس د کوچيانو چارو د سمون لوی رئيس سره وکتل

نن له غرمې وروسته د علومو اکاډمي رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د کوچیانو چارو سمون ادارې لوی رئيس استاد حبیب الرحمن سره په خپل دفتر کې وکتل او د جمهور رئيس د هدايت د تعقیب په اړه چې د کوچيانو د څېړنيز مرکز جوړول وو ، په اړه هر اړخيز بحث وکړ.

استاد حبيب الرحمن په خپلو خبرو کې ددې مرکز جوړول د کوچي قشر لپاره يو ارزښتمنه لاسته راوړنه وبلله او هيله يې وښوده چې دا مرکز به د کوچي محروم قشر لپاره خپل تاريخي مسووليت ادا کړي. نوموړي په خپلو خبرو کې د هیواد له جمهور رئيس څخه مننه وکړه چې د کوچيانو ژوند، کلتور، تاریخ، اقتصاد، سیاست، ټولنیز پيوسون او نورو فعالیتونو د څېړنې لپاره يې د نوموړي مرکز د جوړولو هدايت علومو اکاډمي ته ور کړ. د علومو اکاډمۍ رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د ولسمشر څخه د مننې په ترڅ کې وویل: علومو اکاډمۍ ته د ویاړ ځای دی چې په خپله اډانه کې يې د کوچیانو څېړنیز مرکز زیاتیږي او دا چاره یې د ټول افغانستان په ځانګړي ډول کوچیانو ته لوی ویاړ او د وخت اړتیا وبلله. په پای کې د یاد څېړنیز مرکز په تشکيلاتي جوړښت او طرحې هم هر اړخيز بحث وشو او پرېکړه وشوه چې دا طرحه به ډېر ژر د رسمي چارو د بشپړېدو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول شي؛ تر څو دا مرکز په رسمي توګه خپلې چارې پيل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۸:۱۹
Background image

بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې

نن دوه‌نۍ/دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې د میاشتې په شپږمه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت په دفتر کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز علمي غړي او د. . .

BACK TO NEWS