په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د ارزونې کمیسون او ګډونوالو ته وړاندې کړ.

یاده څېړنه د ښوونیز نظام په چوکاټ کې د ښوونیزې ارزونې د اغېزو او موجودو ننګونو علمي او تحلیلي څېړنه کوي. څېړنه د توصیفي ـ تحلیلي میتود پر بنسټ او د کمي څېړنې له طریقې ترسره شوې ده. د معلوماتو د راټولولو لپاره معیاري پوښتنلیک کارول شوی چې د ننګرهار ولایت د دوو لیسو ښوونکو او د ښوونکو د مسلکي پراختیا استادانو، ټولټال ۶۸ تنو، په کې ګډون کړی و. راټول شوي معلومات د SPSS 26 احصائیوي سافټویر له لارې تحلیل شوي دي.

د څېړنې پایلې ښيي چې ښوونکي ارزونه د ښوونیز نظام لپاره یوه مهمه تعلیمي او اداري وسیله بولي، ځکه چې د تدریس د تنظیم، د زده‌کوونکو د پرمختګ د سنجش او د تعلیمي پرېکړو د سمون په برخه کې رغنده رول لري. د احصائیوي موندنو له مخې، د ارزونې اغېزې په منځنۍ تر لوړې کچې پورې ارزول شوې دي، چې دا د ښوونیز نظام پر کیفیت د ارزونې مثبت اغېز څرګندوي.

سره له دې، څېړنه دا هم څرګندوي چې د ارزونې د اغېزمن تطبیق پر وړاندې یو لړ جدي ننګونې شته، لکه د ښوونکو د مسلکي روزنې کمښت، د معیاري ارزونې وسایلو نشتوالی، د ټولګیو زیات ازدحام، د حافظه‌محور ارزونې دود، او کمزوری اداري ملاتړ. څېړنې ښودلې چې که څه هم ارزونه اغېزمنه ده، خو د دغو ننګونو شتون یې عملي اغېز محدودوي.

د کنفرانس ګډونوالو د یادې څېړنې علمي ارزښت وستایه او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول تجربوي او احصائیوي څېړنو پایلې کولای شي د ښوونیزو پالیسیو د اصلاح، د ښوونکو د مسلکي ودې او د ارزونې د سیستم د پیاوړتیا لپاره مهم بنسټونه برابر کړي.

د څېړنې په پای کې، څېړونکي وړاندیز وکړ چې د ښوونیزې ارزونې د اغېزمنتیا لپاره باید د ښوونکو مسلکي روزنه پیاوړې شي، د بدیلو او معیاري ارزونې میتودونو کارول دود شي او د ارزونې پایلې د تعلیمي اصلاحاتو لپاره په منظم ډول تحلیل او وکارول شي.

څېړونکي د یاد کنفرانس په ارائه غونډه کې د ګډونوالو او پوهانو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل او د ټاکل شوي کمیسون ټولو غړو د رایو په اتفاق سره یاد علمي – څېړنیز کنفرانس مثبت و ارزاوه او غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د زمري او وږي میاشتې دوه ګڼې چاپ شوې

زېری د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټيوټ د علمي خپرنيز ارګان په توګه له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل.) کال کې تأسيس شوی دی چې دمګړۍ يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په   ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۹:۲۹
Background image

په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه

د افغانستان د علومو اکاډمي، د ټولنیزو علومو په مرکز کې د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «په تاریخ لیکنه کې د ناسمو سندونو او سرچینو پېژندنه» تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS