د ملاکنډ سيمې فرهنګي بهير څېړنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۱
نوماند څېړندوی شهد رحيمي

د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت، د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی شهد رحيمي «د ملاکنډ سيمې فرهنګي بهير څېړنه» تر سرليک لاندې علمي ـ څېړنيزه پروژه د څېړونکو او استاذانو په حضور کې دفاع کړه.

په دې علمي ـ څېړنيزه پروژه کې د موضوع پر موخو، ارزښت او اړتيا د څېړنې پر ډول او مېتود باندې خبرې شوي، او ورپسې د موضوع په تړاو د شوو څېړنو بحث شوی دی.

په دويم فصل کې د ملاکنډ سيمې په جغرافيوي موقعيت ـ تاريخي حالت او د پښتنو په مېشته قبيلو باندې بحث شوی او دا پکې معلومه شوې چې د پښتنو دغه قبيلې د ملاکنډ سيمې په کومو برخو کې ژوند کوي.

د څېړنې په درېيم فصل کې د څېړنيز پلان او پروپوزل مطابق د ملاکنډ سيمې په فرهنګي او ادبي وضعيت باندې څېړنه شوې ده، په فرهنګي برخه کې د ملاکنډ سيمې ښوونيزه برخه، تاريخي ابدات، دودونه او د ګرځندوی سیمې څېړل شوي دي او په ادبي وضعیت کې د ملاکنډ سيمې فرهنګي او ادبي ټولنې، موقوتې او غيرې موقوتې خپرونې او همدرانګه د سيمې د فرهنګي او ادبي شخصيتونو لنډه پېژندنه راغلې ده. دغه څېړنه په يوې جامع پايلې، وړانديزونو او مأخذونو سره پای ته رسېدلې ده.

ملاکنډ سیمه د فرهنګي ميراثونو کور دی، دغه سیمه په پښتونخوا کې د خپل جغرافيوي او تاریخي اهميت له پلوه د پښتني دودونو یوه ځانګړې سیمه ده، د ملاکنډ سيمې په فرهنګي او ادبي وضعيت باندې تر اوسه يوه ځانګړې اکاډميکه څېړنه نه وه شوې، خو اوس په دې آثر کې شته معلومات دغه تشه ډکولی او د ملاکنډ د سيمې علمي ـ فرهنګي او کلتوري حالت څېړونکو ته جوتولی او هغه په علمي ـ فرهنګي لحاظ د پښتونخوا د يوې مهذبې او پرمختللې سيمې په توګه د همدې معلوماتو په رڼا کې ورپېژندلی شي.

د علمي ـ څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول او د ارزوونکي کميسيون له لوري يې دفاع مثبته و ارزول شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS