د پاپ کورن جوارو د ځینو هایبرېډونو او لاینونو ترمنځ د بېلابېلو پارامترونو، د دانې ټکنالوژیکي کیفیت او حاصلاتو مطالعه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۰:۳۵

لیکوال: څېړنیار محمد منیر نظیري

لنډیز: دا څېړنه د 2018 او 2019 زېږدیزو کلونو په اوږدو کې د روسیې د کرسنادار ښار د کرنې په علمي - څېړنېز انسټیټوټ (ФГБНУ Национальный центр зерна имени П .П Лукьяненко)  کې تر سره شوه. په څېړنه کې د پاپ کورن جوارو (د پلۍ جوار) د ځینو لاینونه او هایبرېډونو مورفو - بیولوژيکي ځانګړنې، لکه له تېغ وهلو څخه تر په ټانټو کې د وږو د رازرغونېدو پورې د ورځو شمېر، د بوټو لوړوالی، د ځمکې له سطحې څخه په ټانټو کې د وږو د رازرغونېدو لوړوالی، د وږي اوږودوالی، د وږي پېړوالی، د جوارو د وږي د تاج پېړوالی، په وږي کې د جوارو د دانو شمېر، په وږي کې د جوارو د قطارونو شمېر او د جوارو د 1000 دانو وزن تر مطالعې لاندې نیول شوي، له څېړنې څخه لاس ته راغلې پایلې په جلا جلا جدولونو کې ځای پر ځای شوي دي.

 

Documents

The study of some differents parametrs, technological quality and yield between some hybrids and lines of sweet corn.pdf