سعيد د خپل دیوان په منځپانګیزه او جولیزه دایره کې

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۰:۵۹

« علمي - څیړنیزه مقاله »

لیکوال: څېړنیار حمایت الله ښاد

لنډيز:

   بدبختانه زموږ د کلاسیکو ادبیاتو په تاریخ کې ډېر داسې پیاوړي شاعران او لیکوالان تېر شوي چې د هغوی د ژوند ډېرې خواوې تر اوسه ناڅرګندې دي او د ډېرو د ځای، قام، او مهال په اړه مستند معلومات نشته دی، د ادبیاتو په دغه پېر کې ډېر پیاوړي شاعران او لیکوال تېر شوي چې ډېر آثار يې لیکلي؛ خو موږ ته يې د آثارو تش نومونه راپاتې دي او یا د ځینو شاعرانو او لیکوالو د لیکنو یا شاعرۍ ځينې نمونې. سعید هم د کلاسیکو ادبیاتو په تاریخ کې یو پیاوړی او نومیالی شاعر تېر شوی؛ خو د ټولنیزو ناسمو حالاتو له امله یې موږ د ژوند له ډېرو برخو ناخبره یو. د سعید په اړه  د ده له دیوان پرته موږ بله مناسبه سرچینه نه لرو، هر ادبپوه او څېړونکی چې د سعید په باب څه وايي، د ده له شاعرۍ پرته نه شي غږېدلای.

   په دې لیکنه کې به د سعید پر ژوند لیک سربېره د ده پر سبک، پښتو دیوان، د اشعارو په شکل او منځپانګې ټولیز بحث وشي او د سعید علمي او ادبي شخصیت به ترې تر یوه بریده ښه روښانه شي

Documents

Saeed in the circle of content and form of his Dewan.pdf