د افغانستان د علومو اکاډمي د ارشاد او دعوت ریاست په مشرۍ د کنفرانسونو په تالار کې د اصلاحي بیان غونډه ترسره شوه!

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۲:۱۰

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د دعوت او ارشاد ریاست په مشرۍ لویه اصلاحي غونډه ترسره شوه، یاده غونډه د محترم قاري صاحب رحمت الله مخلص لخوا د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه.  د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمي د اسلامي علومو علمي غړي څېړندوی محمد کریم ادیب د تعصب د بدو پایلو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه، ورپسې د علومو اکاډمي د عامه اړیکو آمر مفتي محمد صادق حنیف د مسلمانانو د وحدت او یووالي په اړه ارزښتناکه وینا وکړه.  د غونډې په پای کې د ارشاد او دعوت رئیس مفتي محمد اکبر مقسط څو ارزښتناکې لنډې خبرې وکړې.
یاده غونډه د علومو اکاډمۍ امام او مدرس مولوي عزیز احمد حمزه په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۸:۱۹
Background image

بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې

نن دوه‌نۍ/دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې د میاشتې په شپږمه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت په دفتر کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز علمي غړي او د. . .

BACK TO NEWS