د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله یاد غونډه
د شنبې ورځ د ۱۴۴۶هـ ق کال د رجب المرجب په «۱۷مه» نېټه چې د ۱۴۰۳ ل کال د مرغومي له «۲۹مې» نېټې سره سمون خوري د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د (د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله یاد غونډه) تر سرلیک لاندې لویه غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود پرانېستې وینا او درنو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلې عالمانه وینا په ترڅ کې یې د ضیاء المشائخ رحمه الله علمي، تصوفي او جهادي مقام او منزلت بیان کړ.
ورپسې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د ضیاء المشائخ رحمه الله د شخصیت ستاینه وکړه او ویې ویل: "افغانستان په خپله غېږه کې داسې ډېر شخصیتونه لري چې علمي، جهادي او تصوفي ډګرونه یې ژوندي ساتلي دي، د همدوی په برکت الله تعالی د وخت فرعون ته ماته ورکړې ده. د دې غونډې د جوړېدو هدف او موخه هم همدا ده چې مونږ د افغانستان د دا ډول هستیو او شخصیتونو صفات، اخلاق، حریت او اسلام خلکو ته بیان کړو او خپل ځان هم په همداسې صفاتو باندې سنبال کړو"
ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت استازي او د دفتر رئیس مولوي محمد عزیز صاحب د اکاډمۍ له مشرتابه څخه د دغې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: "ضیاء المشائخ د تصوف او جهاد په برخه کې زیات خدمتونه ترسره کړي دي، چې ښکاره بېلګې یې د هغه شاګردان شهید مولوي نصر الله منصور او مولوي صاحب رفیع الله موذن صاحب دي چې دې حضراتو د افغانستان د استقلالیت او نفاذ شریعت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، اسلامي امارت ته پکار دي چې دا ډول شخصیتونه د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي نصاب برخه وګرځوي".
وروسته د ریاست الوزراء د دفتر مرستیال قاري عبد الستار سعید د غونډې ګډونوالو ته د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله ژوندلیک په تفصیل سره بیان کړ.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو معین مولوي عزیز الرحمن منصور د یادې غونډې د جوړېدو هرکلی وکړ او د ضیاء المشائخ رحمه الله د سترو خدمتونو یو څو بېلګې یې د غونډې ګډونوالو ته واورولې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د یرغلګرو او کمونستانو په مقابل کې د علماوو د انسجام راوستونکی او د خدام الفرقان تنظیم مؤسس حضرت ضیاء المشائخ رحمه الله و، چې په پوره مېړانه باندې د حضراتو کورنۍ د اغیارو مقابله وکړه.
وروسته د دفاع وزارت د حقوقو عمومي رئیس مولوي مسیح الله موذن صاحب د دفاع وزارت په استازیتوب د علومو اکاډمي مشرتابه ته د داسې غونډې د جوړولو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې ضیاء المشائخ رحمه الله یوازې افغانستان پورې مربوط نه و؛ بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې د دوی خلفاء او متعلقین شتون لري، د حضراتو کورنۍ لومړنۍ کورنۍ وه چې د انګریزانو مقابله یې کړې او د وخت د فرعونیانو په وړاندې درېدلي دي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي د داېرة المعارف رئیس سرمحقق خادم احمد حقیقي د نور المدارس په اړه بشپړ معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او د حضراتو د کورنۍ خدمات یې خلکو ته بیان کړل.
په پای کې د علومو اکاډمي د اسلامي علومو مرکز علمي غړي څېړنوال دکتور نور الله کوثر دغه غونډه مثبته وارزوله او د داسې شخصیتونو په خدماتو باندې د نورو علمي غونډو د جوړو هیله یې وښوده. غونډه د علومو اکاډمي د مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په دعائیې سره پای ته ورسېده.