د محرقې د اپیډیمولوژۍ، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴۰
څېړنوال ډاکتر عبد الرحیم وردګ

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د طب علومو مرکز علمي غړي ښاغلي څېړنوال ډاکتر عبد الرحیم وردګ د محرقې د اپیډیمولوژۍ، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار وړاندې کړ.

یاد کنفرانس د محرقې یا ټایفویید تبې د وباییزو فکټورونو، د ناروغۍ د لاملونو، کلینیکي نښو نښانو، تشخیصیه میتودونو، درملنې لارو او وقایوي تدابیرو د هر اړخیزې شننې په موخه ترسره شو.

ښاغلي وردګ صاحب وویل: محرقه د Salmonella typhi او Paratyphi له امله رامنځته کېدونکې یوه ساري او سیستمیکه ناروغي ده چې د ککړو خوړو او اوبو له لارې انتقالېږي او د وخت په تېرېدو له شدیدو اختلاطاتو لکه د کولمو سوری کېدل، وینې بهېدنه او د بدن د بېلابېلو غړو التهابي ناروغیو سبب کېدای شي.

کلینیکي بڼه یې متغیره ده، خو تبه، بطني درد، هضمي ګډوډي او عصبي نښې د دې ناروغۍ مهمې ځانګړتیاوې دي.

تشخیص د کلینیکي لوحې، لابراتواري ازموینو او د وینې یا نورو مایعاتو د کلتور له لارې یقیني کېږي.

د درملنې لپاره کینولونونه، درېیم جنرېشن سفالوسپورینونه، ازیټرومایسین او په شدیدو حالتونو کې کارباپینیم کارول کېږي، او وقایه د Ty21a او Vi CPS واکسینونو په مرسته تأمینېږي.

د غونډې په پای کې د حفظ‌الصحې، د خوړو او اوبو د خوندیتوب، د خلکو د پوهاوي لوړولو او پر وخت تشخیص د اهمیت ټینګار وشو.

په پای کې یې له معمول سره سم د څېړنې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه وړاندې شول او د څېړونکو، پوهانو او استادانو پوښتنو ته مقنع ځوابونه ورکړل شول او کنفرانس مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS