د بودا د فلسفي نظریاتو اخلاقي ارزونه علمي-تحقیقي کنفرانس

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۹:۵۷
د بودا د فلسفي نظریاتو اخلاقي ارزونه

د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو د مرکز د فلسفې او ټولنپوهنې انستیتوت علمي غړي څېړنوال عبدالضابط ځدراڼ «د بودا د فلسفي نظریاتو اخلاقي ارزونه» په نوم علمي ـ تحقیقي کنفرانس د ۱۳۹۹کال د کب په څلورمه وړاندې کړ.

په پيل کې څېړونکي د کنفرانس مبرمیت او هدف روښانه کړ او د بودا د لنډې پېژندنې او د هغه د فلسفې نظریاتو له بیانولو څخه وروسته وویل:

د بودا ټول نظریات او هڅې په دې باندې متمرکزې دي چې انسان له درد او غم څخه خلاص شي او د یوه باسعادته ژوند څښتن شي. د باسعاده ژوند لپاره یې د هغه اته ګونې لارې او نور نظریات تر ارزونې لاندې ونیول شول.

هغه اعتدال، ښېګڼې او بدګڼې چې د بودا په نظریاتو کې موجودې وې، په بشپړه توګه توضیح او بیان کړې او دا پایله ور څخه ترلاسه شوه چې دغه آیین په ټوله کې ضد ونقیض دی، د عقیدتي او نظري برخې اساسي سوالونو ته یې هېڅ پاملرنه نه ده کړې او هغه یې له نظر څخه غورځولي دي.

د بودا اخلاقي نظریات د ځینو ښېګڼو ترڅنګ ډېرې نیمګرتیاوې لري، له هغه جملې څخه په بودیزم کې د انسان د اخلاقي ژوند په اړه د سمساره یا د تناسخ اصل، د نیروانا مفهوم او د کارما قانون اخلاقي بنسټ تر کلکو پوښتنو لاندې راځي چې د بودا په فکري چوکاټ کې ورته منطقي ځوابونه نشته.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS