د مقالو لیکلو بلنه!

Ezatullah_admin
د مقالو لیکلو بلنه!

د فخرافغان پاچاخان نړيوال سيمينار

د افغانستان اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د جلالتمآب جمهور رئیس د لارښوونې پر بنسټ په نږدې راتلونکي کې د «انجمن اصلاح الافغانيه» د جوړېدو د سلمې کاليزې په وياړ، د سيمې د نوميالي سياسي شخصيت او د عدم تشدد د لارې مبارز فخر افغان باچاخان د ژوند، مبارزې، سياسي او ټولنيزو افکارواو د انجمن اصلاح الافغانيه او خدايي خدمتګارو نهضتونو په اړه نړيوال علمي سيمينار جوړوي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد له لیکوالو او څېړونکو څخه غوښتنه کوي چې په دې برخه کې خپلې لیکنې او مقالې د ۱۳۹۹ کال دکب د میاشتی له لومړۍ نېټې څخه د ۱۴۰۰ کال د حمل تر پای پورې موږ سره شریکې کړي.

برېښنا لیک: sabir_momand@yahoo.com

د اړیکو شمېره: 0093787272579

اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۲۴
Background image

د «بیت المال؛ عوائد او مصارف» تر سرلیک لاندې کنفرانس لپاره د مقالو غوښتنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت اړوند د اسلامي بانکدارۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز په پام کې لري چې د «بیت المال؛ عوائد او مصارف» تر سرلیک لاندې علمي - څېړنیز . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د "په معاصر طبابت کې د نویو ټکنالوژیو ونډه" تر سرلیک لاندې کنفرانس لپاره د مقالو غوښتنه

په وروستیو لسیزو کې د طبابت ډګر د چټکو او پرله‌پسې ټکنالوژیکو بدلونونو شاهد پاتې شوی دی. مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)، ډیجیټل روغتیا (Digital Health)، روبوټیک جراحي، جنیټیکي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۹
Background image

د پشه‌یي ژبې د الفبا د اصلاح او تصویب خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمي په ویاړ سره هېوادوالو ته خبر ورکوي چې افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ ټاټوبی او د بېلابېلو آریایي ژبو او بډایه فرهنګونو کور دی. د هېواد هر قوم د خپلې ژبې او . . .

Back to announcements