د نورستان په فوکلوري سندرو کې د ځينو عناصرو د انعکاس څېړنه «علمي- څېړنيز کنفرانس»

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۹:۶
د نورستان په فوکلوري سندرو کې د ځينو عناصرو د انعکاس څېړنه «علمي- څېړنيز کنفرانس»

د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ د «د نورستان په فوکلوري سندرو کې د ځينو عناصرو د انعکاس څېړنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۹لمريز کال د سنبلې په ۳۱مه ترسره شو، په کې لسګونو د علومو اکاډمي پوهانو او څېړونکو ګډون کړی وو.

اغلې نورستانۍ د يادې موضوع په اړه وويل:

په ټوله کې نورستاني ولسي سندرې د دې سيمې د خلکو کليوالي ژوند، ذوقونه، ستیتکي ارزښتونه، غوښتنې او ارمانونه په خورا روښانه ډول په طبيعي عناصرو کې تمثيلوي. دا سندرې د معلوماتو او اطلاعاتو ورکولو ډېره ښه وسيله ګڼله کېږي.

څرنګه چې دوی خپرونې نه درلودې، دا په زړه پورې ساده او عاميانه سندرې د هغو خلکو رښتيني او لرغونې تاريخي څېره څېړونکو ته څرګندوي چې په کلاسيکو قالبونو کې د ډېرو ډولونو په لرلو سره د شکل او محتوا له مخې د نورو ولسي سندرو په څېر طبيعي او زړه راښکونکې دي. البته دا ټول ياد شوي مميزات د نورستاني ولسي سندرو د لرغونتوب نښې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمي-تحقیقي را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لړم میاشتې پر ۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۶
Background image

په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او زارعت مرکز علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي (په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه) تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS