د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۲:۳۳
د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

کابل مجله چې د علومو اکاډمۍ د بشري علومو د معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت خپرنیز ارګان دی؛ په کې ژبنۍ، ادبي او فولکلوري څېړنیزې مقالې خپرېږي، دا دی نوې ګڼه یې له چاپه راووته.

په دې ګڼه کې تاسې لاندې مقالې لوستلی شئ:

۱. "مخ" او "مخامخ"؛ يو يا دوه جلا مفاهيمه/ څېړنوال محمد اصف احمدزی.

۲. سبک پېژندنه / څېړنوال محمد نبي صلاحي.

۳. په لیکوالۍ او څېړنه کې د اېډېټر او اېډېټ ارزښت / څېړنوال سید نظیم سیدي

۴. په پښتو داسـتاني ادب کې د لهجوي وییونو د استعمال ... / څېړندویه نازو کمال

۵. محمد ګل خان مومند او د پښتونولۍ په اړه يې د علمي ... / پوهندوی عزیزالله جبارخېل

۶. په متني تحقیق او تنقید کې د علامه رشاد ونډه / څېړندویه فضیله احمدي

۷. په ورځني ژوند کې د ژبې ارزښت او اړتیا / څېړندویه مینا مسعوده نیکیار

۸. د عبدالرحمن بابا ګرانښت او منښت / پوهنیار سلیمان صیاد

۹. د پښتو ډرامې په پرمختیا کې د عبدالرؤف قتیل ... / پوهنیار میرویس خالقیار

۱۰. د خوشحال خټک په اشعارو کې د ځينو فولکلوريکو... / څېړنیار عزیزالله مبارز

۱۱. د کاظم خان شیدا په شاعرۍ کې نوستالژي / جاوېد افتاب

۱۲. د میرزا خان په کلام کې د هندي کلمو څرک/ څېړنیار شریف الله دوست

۱۳. ميرزا او ارخاییزم / څېړندویه سونیا صمیم هوتک

۱۴. په ولسي ادبیاتو کې وریانټونه او د هغو ځانګړنې / څېړنیار یاسر پاچا

۱۵. په کاکړیو غاړو کې د ناز نومونه / څېړندویه خاطره شینوارې

۱۶. سعيد د خپل دیوان په منځپانګیزه او جولیزه دایره کې / څېړنیار حمایت الله ښاد

تاسې کولای شئ له دغو مقالو څخه په خپلو علمي ـ څېړنیزو آثارو کې استفاده وکړئ او له لاندې ادرس يې څخه ترلاسه کړئ:

کابل، شهرنو، د علومو اکاډمي مرکزي ودانۍ

د ټيلفون شمېره: 0202201279

همدا ډول د کابل مجله اداره ستاسې هغه علمي ـ څېړنیزې مقالې چې د علومو اکاډمۍ د مجلې پر معیار برابرې وي، هم چاپوي.

خپلې علمي ـ څېړنیزې مقالې په دغه برېښنالیک را ولېږئ: magazinekabul@gmail.com

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۸:۲۲
Background image

د هېواد د صنعت په پراختیا کې د تخنیک او نویو ټکنالوژیو د رول ارزونه

نن د چهارشنبې/ څلورنۍ ورځ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۷مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د جدي/ مرغومي میاشتې له ۱۷مې نېټې سره سمون خوري، د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۲:۳۰
Background image

د انتي بیوتیکونو مقاومت: یو نړیوال روغتیایي ګواښ

د وړاندې کولو نیټه: ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ د وړاندې کولو ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي کادر غړي څېړنپوه ډاکټر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۲:۲۴
Background image

د یوه پاچا بېرته راتګ کتاب انتقادي کتنه

د علومو اکاډمي د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «د یوه پاچا بېرته راتګ کتاب انتقادي کتنه» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د څېړونکو او پوهانو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS