کنفرانسونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۵:۴۲
Background image

د نورستان په ولسي سندرو کې د واده د ځینو ناوړو دودونو غندنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس» ................................................................................................... کابل: د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ «د نورستان په ولسي سندرو کې د واده د ځینو ناوړو دودونو غندنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. دغه کنفرانس چې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه، په کې لسګونو د علومو اکاډمي پوهانو ګډون کړی وو. آغلې نورستانۍ د یادې موضوع په اړه وویل: نورستانۍ سندرې ټولنیزې سندرې دي، منځپانګه یې طبیعي، سوچه او پیغام رسوونکې ده. مېلمه پالنې، سخا او د نورستان پخوانيو لغتونو په کې انعکاس موندلی دی.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۲:۳
Background image

«د نورستان په فولکلوريکو ادبياتو کې د ځينو متلونو او اصطلاحاتو لنډه تحليلي کتنه»

علمي- څېړنيز کنفرانس کابل: د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ « د نورستان په فولکلوريکو ادبياتو کې د ځينو متلونو او اصطلاحاتو لنډه تحليلي کتنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. دغه کنفرانس چې د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۹لمريز کال د تلې مياشتې په ۷مه ترسره شو، په کې لسګونو د علومو اکاډمي پوهانو او څېړونکو ګډون کړی وو. آغلې نورستانۍ د يادې موضوع په اړه وويل:

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۴:۵۳
Background image

د ټاکنیزې مناظرې پېژندنه او څېړنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس» کابل: د ټاکنیزې مناظرې پېژندنې او څېړنې تر عنوان لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژونالیزم انستیتوت علمي غړي څېړنیار عالم جان ژمن له خوا وړاندې شو.

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

د مرکزي آسیا پر وړاندې د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست ارزونه

«علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کابل: د مرکزي آسیا پر وړاندې د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست ارزونې تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې په ۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز علمي غړي څېړندوی محمد سرور احمدزی له خوا وړاندې شو. د دې کنفرانس د وړاندې کولو موخه د ملي یووالي حکومت پر مهال له مرکزي آسیا هېوادونو سره د افغانستان د بهرني سیاست ارزونه وه. دا چې مرکزي آسیا زیاتې طبیعي زېرمې او د انرژۍ د تولید پراخه ظرفیت لري، د مرکزي آسیا جیوستراتیژیک او جیو ایکونومیک موقعیت ته په پاملرنې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت پر مهال له مرکزي آسیا سره د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا لپاره ډېرې او د پام وړ هڅې شوې دي.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۹:۱۵
Background image

د نورستان په فوکلوري سندرو کې د ځينو عناصرو د انعکاس څېړنه «علمي- څېړنيز کنفرانس»

د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ د «د نورستان په فوکلوري سندرو کې د ځينو عناصرو د انعکاس څېړنه» په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ. دغه کنفرانس چې د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۹لمريز کال د سنبلې په ۳۱مه ترسره شو، په کې لسګونو د علومو اکاډمي پوهانو او څېړونکو ګډون کړی وو. اغلې نورستانۍ د يادې موضوع په اړه وويل:

یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

«علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کابل: د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې د اغېزو تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د روان لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۱۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز د علمي غړي څېړندوی ضیاءالحق ضیا له خوا وړاندې شو. د دې کنفرانس د وړاندې کولو موخه د هند او پاکستان د نظامي سیالیو د لاملونو او مختلفو اړخونو څېړل، د سیمې د هېوادونو او افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو د یادو سیالیو د اغېزو روښانه کول او د زیانونونو د مخنیوي په موخه یې د حل لارو وړاندې کول و. د کنفرانس په پایله کې ثابته شوه چې د هند ا

Pagination