کنفرانسونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۹:۳۹
Background image

د میګالوبلاستیک کمخونۍ د عمده لاملونو، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي «علمي- تحقیقي کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبي علومو مرکز علمي غړي څېړنوال داکتر عبدالرحیم وردک «د میګالوبلاستیک کمخونۍ د عمده لاملونو، تشخیصیه او درملیزو میتودونو بررسي» په نوم علمي- څېړنیزه کنفرانس د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لیندۍ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د دوشنبې پر ورځ وړاندې کړ. ښاغلي وردګ د یادې موضوع په اړه وویل: د کمخونیو له ډلې څخه میګالوبلاستیک کمخوني یوه معموله کم خوني ده چې هر کال په نړیواله کچه په تېره بیا په وروسته پاتې هېوادونو کې د لوړې کچې معلولیتونو، معیوبیتونو او مړینې لامل کېږي چې ماشومان او د باردارۍ د دوران میندې یې ډېری قربانیان ګڼل کېږي. د دې لپاره چې د نومورې کمخوني عمده لاملونه، نوي تشخیصيه او درملیز میتودونه او د مخنیوي ښې لارې چارې په ګوته شي، اړینه ده چې نوموړې موضوع وڅېړل شي.

دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د ژورنالیزم اخلاق او د ژورنالیستانو پر کړو وړو یې اغېزې «علمي- څېړنیز کنفرانس»

«د ژورنالیزم اخلاق او د ژورنالیستانو پر کړو وړو یې اغېزې» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د قوس میاشتې په ۱۶ مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژورنالیزم انستیتوت علمي غړي څېړنیار عبدالرحمن الکوزي له خوا وړاندې شو. نوموړي د کنفرانس د وړاندې کولو پرمهال وویل: هر مسلک ځان ته ځانګړي اصول او اخلاق لري چې د هماغه علم اخلاق یې بولي، د ژورنالیزم علم هم ځانته اخلاق لري چې په ژورنالستیکي چارو کې یې مراعتول اړین دي. اخلاق د ژورنالیستانو د کار جوهر دی، له اخلاقي موازینو څخه ناخبري د ژورنالیست او رسنۍ نوم ته ستر زیان رسوي او ځینې وخت دغو نورمونو ته نه پاملرنه کولای شي د ژورنالست ژوند په خطر کې واچوي. د ژورنالستان سر وکار د ټولنې له وګړو سره

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۰:۵
Background image

د افغانستان پر وړاندې د روسيې د بهرني سياست ارزونه (۱۹۹۱- ۲۰۱۹ز.کال)

«علمي – څېړنيز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی محمد سرور احمدزي (د افغانستان پر وړاندې د روسيې د بهرني سياست ارزونه «۱۹۹۱- ۲۰۱۹ز.») په نوم علمي- څېړنيز کنفرانس د ۱۳۹۹ هـ.ل کال د عقرب مياشتې په ۱۸ نېټه د شنبې پر ورځ وړاندې کړ. احمدزي د يادې موضوع په اړه وويل: د افغانستان پر وړاندې د روسيې سياست بدلېدونکی حالت لري او دغه هېواد د افغانستان پر وړاندې ثابته بهرنۍ ستراتيژي نه لري، د دې ترڅنګ روسان په افغانستان کې ستراتيژيکي موخې او ګټې لري او هڅې کوي خپلې موخې ترلاسه او خپلې ګټې خوندي کړي.

چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۷ - ۱۵:۷
Background image

د افغانستان مالیاتي سیستم

«علمي- څېړنیز کنفرانس» کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې معاون څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي «د افغانستان مالیاتي سیستم» تر سرليک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لړم په ۵مه نېټه د دوشنبې پر ورځ وړاندې کړ. ښاغلي اسحاقزي د یادې موضوع په اړه وویل: د بشري ټولنو په تاریخي بهیر کې دولتونو د خپل ملي حاکمیت د ټينګښت او پایښت په خاطر مسلحو قواوو او ټولنیز سیاسي ثبات لپاره مالي وجوهو ته اشد ضرورت درلود او لري یې، همدا علت دې چې هېوادونه د دغه اصل د تحقق په غرض د ټولنې د افرادو له عوایدو څخه مالیه راټولوي.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۱:۱۵
Background image

د مټرو د بوټي پر وده او حاصلاتو د نایتروجن او فاسفورس کیمیاوي سرو د بېلابیلو اندازو د اغېزو څېړنه

کابل: د علومو اکاډمي د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکز علمي غړي څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی «د مټرو د بوټي پر وده او حاصلاتو د نایتروجن او فاسفورس کیمیاوي سرو د بېلابیلو اندازو د اغېزو څېړنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د تلې په ۲۳مه وړاندې کړ. ښاغلي بارکزی د یادې موضوع په اړه وویل: څرګنده خبره ده چې د کرنیزو بوټو د پیداوارو زیاتوالی او لږوالی د هغوی د ودې په څرنګوالی پورې اړه لري. د کرنیزو بوټو ښه وده او له هغوي څخه د ډېر حاصل په لاسته راوړل ډېر عوامل لري، لکه د خاورې جوړښت، د تخم ورایټي، د اوبو اندازه، په ټاکلي وخت د اګروتخنیکي چارو ترسره کول، هغو ته د غذایي موادو رسېدل او نور. د نوموړي په وینا، دا څېړنه د لغمان ولایت په مرکز د سه صده قریې په سیمه کې په ۶۶ متر مربع ساحه کې ترسره شوې ده، چې په کې د مټرو په وده او حاصلاتو باندې د نایتروجن او فاسفورس سرو د مختلفو اندازو اغېز تر څېړنې لاندې نیول شوتی دی.

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۷ - ۱۱:۱۳
Background image

تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه

«علمي- څېړنیز کنفرانس» کابل: د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنیار فضل الرحمن علیزي د «تقریظ او د اوسنیو تقریظونو ارزونه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. دغه کنفرانس چې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې میاشتې په ۱۶مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، په کې ښاغلي علیزي د یادې موضوع په اړه وویل: تقریظ د هنر او ادبي آثارو د لنډې پېژندګلوۍ په زړه پورې ډول دی، زموږ په ادبیاتو کې تقریظ زیاتره د ادبي آثارو او ایجادي پدیدو د ستاینې لمنې ته لوېدلی دی، په

Pagination