د ښاری برښنا په شبکو کی د ترانسفارمرونو د کاري اغیزمنتیا بیا کتنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۲:۳۶

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

لیکونکی: سرمحقق انجنیر محمد اکرم شهیم

ترانسفارمرونه چی د بنسټیز عنصر په توګه په سیستم کی فعالیت لری، د کاری اغیزمنتیا په موخه د شبکی په بیلابیلو څانګو کې درې دوله، یعنی لوړ، منځنی او ټیټ ولتاژونه لری. په ځانګړی توګه د 0.4 کیلو ولټه د ویش په شبکو کی ترانسفارمرونه دېره ښه تخنیکی اغیزمنتیا لری. همدارنګه د ترانسفارمرونو موضوع د رنګه فلزاتو (مس او المونیم) د کمښت په لګښت کې ستر رول لری، نو ځکه اقتصادیت او ډاډمنتیا له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دی.