"په خیر القرون کې د ښځو ونډه" تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار ترسره شو؛
د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز د په نوښت په (۷/۲/۱۴۴۵هـ ق- ۱/۶/۱۴۰۲هـ ش)کال د وږي په لومړۍ نېټه د چهارشنبې په ورځ «په خیر القرون کې د ښځو ونډه» په نامه علمي- څېړنيز سيمينار د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد په تالار کې جوړ او ترسره کړ.
په دې سيمينار کې د کابیني د یو شمېر غړیو، ګڼو پوهانو، څېړونکو، استاذانو، د تحصيلي او کلتوري بنسټونو استازو، ګڼو مسلکي اشخاصو او متخصصينو ګډون کړی وو.
سيمينار د قرآن عظيم الشان د څو آیتونو په تلاوت سره پيل او بیا د افغانستان د علومو اکاډمي د لوی رئیس محترم شيخ الحديث مولوي فری.د الدين م.حمود په وينا سره رسماً پرانيستل شو. ورپسې د پوهنتون د استادانو په استازیتوب د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنوال دکتور محمد مزمل اسلامي د دا ډول سیمینارونو په ترسره کولو سره د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه مننه وکړه او په خپله وینا کې یې د آیتونو په استدلال سره ښځې د نارینهوو په څېر د انسانیت د يوې سکې بله برخه وبلله او د ضرورت او اړتیا په وخت کې یې د دوی ونډه مهمه وبلله.
ورپسې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شې.ر محمد عب.اس ستان.کزي له اسلام څخه وړاندې په ټولنه کې له ښځو سره د مختلفو ادیانو له خوا د بد چلند په اړه وینا وکړه او وروسته یې په اسلام کې د ښځې ارزښت او حقوق بیان کړل.
همداراز د صنعت او تجارت وزیر نور ال.دین عزی.زي هم په خیر القرون کې د ازواجو مطهراتو په ګډون د نورو صحابیاتو د ونډې په اړه لنډه وینا وکړه.
وروسته د آزموینې ملي ادارې رئیس مول.وي عبد ال.باقي حق.اني په اسلام کې د ښځو د ونډې په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د خلفاء کرامو د زمانې چلند یوه غوره بېلګه وبلله او ښځې یې له نارینهوو سره په مختلفو چارو کې شریکې وبللې.
تر دې وروسته د سيمينار د علمي مقالو د لوستلو برخه پیل شوه چې په ټوله کې د موضوع په تړاو له ( ۱۷ ) عنوانه علمي- څېړنيزو مقالو څخه ځینې یې ولوستل شوې چې په خیر القرون کې د ښځو د ونډې په اړه بېلا بېل اړخونه په کې روښانه او څېړل شوي وو. د مقالو په تړاو تود بحث او مهمې پوښتنې وشوې چې د مقالو د لا غنامندۍ سبب شوې.
سيمينار په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د اسلامي علومو معاونیت له خوا د عقیدې او ثقافت مرکز وستایل شو چې دغه ډول سيمينار يې جوړ او ترسره کړ.
د سيمينار ګډونوالو په پای کې لاندې پرېکړهليک صادر کړ:
۱- خیرالقرون د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث په بنا ترټولو غوره او دنورو پیړیو لپاره په مختلفو برخو کې د نمونې او الګو حیثیت لري او مونږ ته اړینه ده چې د هغو په کړنو پسې پیروي او اقتدا وکړو.
۲- د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابیاتو د ژوند په مختلفو برخو کې فعال حضور درلوده په ځانګړي توګه د حدیثو په روایت کې.
۳- رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنو د تعلیم او تربیې لپاره ځانګړې ورځ ټاکلي وه.
۴- په خیرالقرون کې مسلمانو میرمنو له مجاهدینو سره د جهاد په ډګر کې په ځانګړي ډول د زخمیانو په تداوي، د غذا په تهیه کولو او اوبو رسولو کې فعاله ونډه درلوده.
۵- په نبوي عصر او د خلفای راشدینو په زمانه کې ښځو په اجتماعي عبادتونو کې د پام وړ حضور درلود.
۶- په خیرالقرون کې ښځه د کورنۍ په جوړښت کې فعال عنصر بلل کیده چې په مختلفو برخو کې د هغې مشوره او رضایت اخیستل کیده.
۷- په صدر اسلام کې مسلمانې میرمنې د علم په ډګر کې لوړو درجو ته رسیدلې وې چې د افتاء او اجتهاد مسؤلیتونه یې اداء کول.
۸- په خیرالقرون کې مسلمانو میرمنو په دعوت او تبلیغ کې خپله فریضه په ښه توګه ادا کوله.
۹- د اسلامي امت واکمنانوته په کار ده چې د میرمنو سره د چلند په اړه د ژوند په مختلفو چارو کې صدر اسلام د ځان لپاره نمونه او قدوه وګرزوي.
۱۰- د علومو اکادمي ته وړاندېیز دی چې د دغه سیمینار د مقالو ټولګه چاپ کړي.
سيمينار په مجموع کې مثبت وارزول شو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د اسلامي علومو معاونیت لخوا د عقیدې او ثقافت مرکز وستایل شو چې دغه ډول سيمينار يې جوړ او ترسره کړ.