په سيمه او افغانستان د ايران او اسرائيلو د جګړې اغېزې تر نوم لاندې کنفرانس وړاندې شو

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۳۶
په سيمه او افغانستان د ايران او اسرائيلو د جګړې اغېزې تر نوم لاندې کنفرانس وړاندې شو

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز، د منځني ختيځ د مطالعاتو انسټيټوټ علمي غړي څېړندوی عاشق الله اخلاص يار د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه خپل دوهم مکلفيتي علمي-  څېړنيز کنفرانس د پوهانو او د ياد مرکز د څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ، په دې کنفرانس کې د ايران او اسرايلو د اړيکو د خرابېدو لاملونه، د ایران- اسرائیل جګړې د رامنځته کېدو لپاره زمینې، د جګړې ورځنۍ بهير، د ايران او اسرائيلو د پوځي ځواک لنډه پرتلنه، د ايران او اسرايلو د جګړې په اړه غبرګونونه، د دې جګړې په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ، ايران او اسرائيلو ته د جګړې پرمهال اوښتي زيانونه، په سيمه او افغانستان د جګړې اغېزې، پايله او وړانديزونه وړاندې شول، ياد کنفرانس د ارزونې کميټې د علمي غړو له لورې د رايو په يوالي سره مثبت و ارزول شو.