د افغانستان دعلومو اکاډمي سرپرست رئیس د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست وزير سره وکتل

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۷:۴۸
د افغانستان دعلومو اکاډمي سرپرست رئیس د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست وزير سره وکتل

نن د سه شنبې په ورځ د افغانستان دعلومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکیب د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست وزير ښاغلي پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي سره وکتل . په دې کتنه کې چې د لوړو زده کړو وزارت په مقر کې ترسره شوه د افغانستان دلوړو زده کړو او علمي څېړنو په اړه بحث وشو او د کميت او کيفيت د ښه والي او پر مختګ لپاره د لازمو لارو چارو په ګوته کولو او د هېواد د علمي څېړنيزو مؤسسو د علمي څېړنو د پرمختګ او ملموسو لاسته راوړنو لپاره د قوانينو او مقرراتو په کتنه، د لوړو زده کړو موسسو او د علومو اکاډمي په اړيکو او د علمي څېړنو په ګډو همکاريو ټينګار وشو. همدارنګه د علومو اکاډمي په اړه د ولسمشر د وروستي حکم په اړه هم خبرې وشوې او په دې اړه په مشترک ډول د کار کولو او همکارۍ ډاډ څرګند شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS