مطبوعاتي بلنلیک

Ezatullah_admin
دعوت نامه مطبوعاتی

د ۱۳۹۹ هـ .ش کال د لړم(عقرب) میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهار شنبې پر ورځ د سهار په ۹:۳۰ بجو د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمد علي کهزاد د کنفرانسونو او سیمینارونو په تالار کې (په هېواد کې له اقلیمي بدلونونو سره د تطابق څرنګوالی او د زیانونو کمښت یې) تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز سیمینار ترسره  کېږي.
نو ستاسو له تخنیکي همکارانو څخه په درنښت هیله کېږي چې د دې غونډې د خبري پوښښ لپاره تشریف راوړي.

اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کادري بستونو د شارټ‌لېسټ خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د کادري بستونو د ازادې سیالۍ په بهیر کې د ګډون کوونکو نوماندانو د اسنادو له ارزونې وروسته، هغه نوماندان چې شرایط یې پوره کړي/ واجد شرایط دي، شارټ‌لېسټ شوي دي. . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۴۲
Background image

«په معاصرو اسلامي علومو کې د امام برهان الدین مرغیناني (رحمه الله) د علمي میراث ونډه او مقام» د علمي – څېړنیز کنفرانس د مقالو غوښتنو نېټه تمدید شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي په پام کې لري چې د روان لمریز کال په میزان کې د ازبکستان د علومو اکاډمي سره په ګډه د علامه برهان الدین المرغیناني (رح) د فورم تر چتر لاندې (په معاصرو اسلامي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

" معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل. کال د کالګڼې لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښتنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز، د زېري جريدې مديريت په پام کې لري چې په روان (۱۴۰۵ل) کال کې "معاصرې ادبي او ژبنۍ نظريې" تر سرلیک لاندې د علمي - څېړنیزو مقالو يوه ټولګه . . .

Back to announcements