«د رحمان بابا او حميد مومند په آثارو كې متلونه او اصطلاحات» علمي څېړنيز اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۳ - ۱۴:۲۵
د رحمان بابا او حميد مومند په آثارو كې متلونه او اصطلاحات

دغه اثر څېړنوال مجاور احمد مومند ليکلی او د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له خوا په ۲۸۹ مخونو کې چاپ شوی دی.

اثر شپږ څپرکي لري چې د متل او اصطلاح په هکله هر اړخيز بحثونه را نغاړي.

د دې اثر منځپانګه د رحمان بابا او حميد مومند په آثارو کې پر متلونو، اصطلاحاتو، د دوی پر سبک، په شعرونو کې د متل او اصطلاح د استعمال اړتيا پر محور څرخي.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%AF%20%D8%B1%D8%AD%D9%85%D8%A7...

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۰
Background image

په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه یوه سیستماتیکه کتنه

د بشري علومو معاونیت د اجتماعي علومو مرکز علمي غړي څېړندوی عبدالرحمن الکوزي د قوس د میاشتې په ۴ نېټه ( په ټولنیزو رسنیو کې روایت جوړېدنه او پر عامه ذهینت یې اغېزې: د افغانستان په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

پکتیکا ولایت او کټواز زون د معدني زېرمو او طبیعي سرچینو د ظرفیتونو، راتلونکو لرلیدونو او اکتشافي امکاناتو تحلیل او ارزونه

د پکتیکا ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست د غوښتنې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي او تخنیکي علومو برخې د معاونیت د لارښوونې او د اکاډمۍ د محترم ریاست مقام د منظورۍ پر بنسټ، د ۱۴۰۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۱:۲۹
Background image

د طبیعت مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

د طبیعت علمي – څیړنیزې مجلې 1368 هـ.ش. (1989 م) کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي تر چتر لاندې په کار پېل کړی دی، چې په پښتو او دري ژبو علمي ـ څیړنیزې مقالې مني. د دغې مجلې د چاپ او نشر. . .

BACK TO NEWS